نړۍ

چين: امريکا دې خپله د جمهوريت نسخه نړۍ ته په زوره نه خپروي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ کب، ۱۳۹۹ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن د واک له تر لاسه کولو ورسته د لومړي ځل لپاره امريکايي او چينايي چارواکو يو بل ته مخامخ د نړيوال سياست په اړه خپل نظرونه وړاندې کړي دي.

د متحده ايالتونو په الاسکا ايالت کې د دوه ورځني کنفرانس پر مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلينکن او د چين د کميونسټ ګوند د بهرنيو اړيکو مسؤول ينګ جيچي مخامخ پر يوه بل توندې نيوکې وکړې.

د رپوټونو له مخې په دغه ناسته کې روان بحثونه د واشنګټن او بيجينګ تر منځ د روان تاوتريخوالي او ناسمو اړيکو ښکارندويي کوي.

د سوداګريزو جنجالونو، سنکيانګ کې د بشري حقونو د سپکاوي، د چين جنوبي سمندر او کرونا وبا په اړه د واشنګټن او بيجينګ تر منځ ناندرۍ روانې دي.

انټوني بلينکن ويلي، د ولسمشر بايډن اداره له خپلو متحدينو سره په ګډه د چين دننه او بهر د بيجينګ د ډيکتاورۍ تګلارې پر خلاف يو موټی دي، خو د چين د کميونسټ ګوند د بهرنيو اړيکو مسؤول د امريکايانو په اړه د بيجينګ د شکايتونو يو اوږد نوملړ وړاندې کړې کړ، امريکا يې په دوه مخۍ، مناقفت او د چين په کورنيو چارو کې په لاسوهنې تورنه کړه.

انټوني بلينکن په سينکيانګ، هانګ کانګ او تاييوان کې د چين په فعاليتونو، پر امريکا د سایبري بریدونو او د امريکا د متحدينو پر خلاف د چين پر اقتصادي تګلارې د وينا پر مهال وويل: «دا ټولې کړنې، د نړيوالو قوانينو خلاف دي او د نړۍ امنيت له ګواښ سره مخ کولی شي، دا يوازې د چين کورنۍ مسئلې نه دي او له همدې امله موږ د خپل مسؤوليت له مخې دا څرګندونې کوو.»

د امريکا د ملي امنيت سلاکار جيک سليون هم پر چين نيوکې وکړې او ويې ويل، چې چين د امريکا پر ارزښتونو برید کړی دی.

نوموړي وويل، امريکا له چين سره د جنجال زياتول نه غواړي، خو د سختې مقابلې لپاره چمتووالی لري.

ينګ جيچي په تونده لهجه امريکايي چارواکي مخاطب کړل او غوښتنه يې ترې وکړه، چې امريکا په خپله له داخلي ستونزو او بې باورۍ سره لاس او ګرېوان ده او د جمهوريت نسخه دې نورې نړۍ ته نه خپروي، بلکې د خپل داخلي کړکېچ غم دې وکړي.

د چين د کميونسټ ګوند د بهرنيو اړيکو مسؤول پر ولسمشر بايډن هم تور پورې کړ، چې په کور دننه د بشري حقونو د مسائلو په حل کولو کې ناکام دی.

نوموړي د بلينکن، سليون او نورو امريکايي چارواکو چلند له سپکاوي ډک بللی او سختې نيوکې يې پرې کړي دي.

ينګ جيچي زياته: «موږ پوهېږو، چې امريکا بايد خپل چلند بدل کړي، نورې نړۍ ته د جمهوريت نسخې له صادرولو ډډه وکړي او حقیقت دا دی، چې په متحده ايالتونو کې په خپله ډېر خلک پر جمهوريت بې باوره دي.»

نوموړي وويل، چين د امريکا له لوري بې بنسټه تورونه نه مني، د امريکا د اوسنيو تګلارو له امله د دواړو هېوادونو اړيکې په بې ساري توګه خرابې شوي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو د ولسونو ګټو ته زيان اوښتی دی.

د امريکا او چين اړيکې له تورو څو کلونو راهيسې سړې دې، د بايډن ادارې تر اوسه دا نه دي ويلي، چې دوی به د چين په اړه د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تګلاره کې بدلون راولي او که دوام به ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx