افغانستان

عبدالله د اشرف غني لخوا د مسعود انداربي ګوښه کېدو سره مخالفت څرګند کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ کب، ۱۳۹۹ل): د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د اشرف غني لخوا د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي له ګوښه کېدو سره مخالفت څرګند کړی او دا یې «ناموجه» پرېکړه بللې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې د سپیدار قصر له آدرسه رسنیو ته استول شوې، د ارګ لخوا د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ګوښه کېدل او پرځای یې د نوي سرپرست معرفي کول د دواړو خواوو(ارګ او سپیدار) ترمنځ د «سیاسي هوکړې» خلاف عمل بللی دی.

د سپیدار په خبرپاڼه کې دغه راز ادعا شوې چې په «اوسنیو شرایطو» کې د داسې پرېکړې کول د هېواد د منافعو او مصالحو خلاف عمل او دوی ته د منلو نه دی.

باید وویل شي چې تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا د اشرف غني د حکم په اساس د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي له دندې ګوښه او پرځای یې په اداري فساد تورن د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات سرپرست وزیر ګومارلی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد اکرم خان

دوئ تہ اشرف غنى ہم د منلو وڑ نہ دئ،
افغانستان پر یو خوا وڑل کیڑى نہ؟
کہ وڑل کیدائ دوئ بہ وڑئ ہم وئ،
او خرسکڑئ بہ ہم وئ ،
دوئ تہ یوازى زان او د دوئ بانڈ د منلو دئ۔

عبدالمالک همت

د کورنيو چارو او دفاع وزارتونه خو سکاټ ميلر د ځان بللي ول، اوس خو دادی د دوی سره پر غرږی دی. هغه دله چيري دی او هغه به لا څه وايي؟ او د دې اندرابي عجبه د کونه ګي عسکر قواره وه او پوهه يې هم تر يوه ساده، بې رتبه عسکر زياته نه وه. خو دادی په دې د …. په حکومت کي دغونه ډېره وخته وزير وو؟!

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx