لیکنېنظــر

ماته بېړۍ، توپاني هوا او ناروغه ماڼو!

عبدالوحيد وحيد

تاريخ ګواه ده چې د ملتونو په ژوند کې کله له خوښيو ډکې شېبې، کله په تراژيديو کې نښتى ژوند، کله توره تياره، کله سپين سبا، کله له وياړونو ډک او هسکه غاړه ژوند او کله د وياړ او عزت له مرګ سره مخامخ کيدل راځي، خو مونږ د خپلمنځي  جنجالونو په لومه کې نښتي، له وروڼو سره په جګړه کې اخته او د پرديو  د لاس اله يو. د ستونزو په داسې ګرداب کې بند پاتې يو چې نه مو ژوند په هسکه غاړه تېريږي او نه مو مرګ له ځانه سره افتخارات راوړي.

ولسمشر غني وايي له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې نړيوالو زمونږ سوله ګاڼه کړې ده، خو زه بيا داسې فکر کوم چې له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې مو مشران د واک تندې ړانده کړي دي،  د حل تر عنوان لاندې د واک د انحصار په فکر کې دي. واک د مقدساتو او ارزښتونو د چوپړتيا او خونديتوب لپاره نه، بلکې د ارزښتونو او مقدساتو نوم د واک ترلاسه کولو لپاره کاروي. له تره کي رانيولې تر  غني پورې ټول په همدغه رنځ اخته دي. غني ته په واک کې د ځان پاتې کيدل جمهوريت، د لاسته راوړنو خوندیتوب او ايکي يوه حل لاره ښکاري. طالبان يوازې د اسلامي امارت قيام سوله ګڼي، نو ځکه ولس ناهيلی شوى دى. مجبور ده چې د نجات هيلې په پرديو پورې وتړي.

د خليلزاد په مرموزو عزائمو او پټو ارادو مې پخوا هم شکونه درلوده او په دغه تړاو مې ليکنې هم کړي دي. سره له دې چې نوموړی افغاني الاصل ده، خو هره خبره کولاى شي، هر ډول يې تعبیرولاى شي، هره حربه کارولى شي، هره بڼه خپلولاى شي او هر نيرنګ اخيستى شي.

د امریکا د ملي امنیت د سلاکار له خولې مې يو نقل قول اوريدلى وه چې ټرمپ په يوه ناسته کې وويل؛ “خليلزاد يې ځکه د افغان قضيې لپاره د بهرنیو چارو د وزارت د استازي په توګه ومانه چې اوريدلې يې وه، دا خورا دوکه کوونکی او چلباز باز سړى ده”

له دې سره سره مو بيا هم د خليلزاد په طرحه پورې د خپلو هيلو غوټې تړلې دي، ځکه چې مونږ اوبو په سر اخيستي يو. ځګونو ته هم د نجات لپاره لاسونه وراچوو. په خپله د خپل حالت د بدلون وړتیا مو سلب شوې ده. له بند څخه د ملا برادر د ازادۍ، د قطر دفتر د پرانستلو،  له امریکا سره د طالبانو د تړون لاسلیک او د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره خو مونږ دعاوې وکړې او نذرونه مو ونيول، خو متاسفانه چې اوس مو د هيلو اخري څرک هم ورک شو. په بين الافغاني مذاکراتو پورې تړلې هيلې مو هم په ناهيلۍ واوښتې.

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو پيل او پاى نه له مذاکراتي نورمونو سره سمون خوړ او نه هم د مصالحې په معيارونو برابر وه،  نه  افغانان د خبرو د اجنډا او د پريکړو له جريان څخه خبريدل او نه هم نړیوال په اعتماد کې اخیستل شوي وه. يوازې دومره پوهيدو چې هوکړه لیک ابهامات او نيمګړتياوې درلودې ځکه يې ستره برخه له افغانانو او نړیوالو څخه پټه ساتل شوې ده. اوس داسې ښکاري چې دغه ټولې نيمګړتياوې او ابهامات بربنډ شوي دي.

د تاريخ پاڼو ته په کتو د شوروي ځواکونو د وتلو په مهال د جينوا له تړون څخه نيولې د بن تر تړون او د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تر هوکړه لیک پورې د افغانستان په تړاو ټولې پريکړې د پرديو په نوښت او منځګړتوب شوې دي. په مونږ کې د پياوړې ارادې،  قربانۍ او وړتيا د نشتون ښه بيلګه د دوحې اوسني بين الافغاني مذاکرات دي چې متأسفانه مطلقاً ناکام ښکاري.

مونږ له بده مرغه په خپلو منځو کې د شخړو د ختمولو په هکله له تيرو څلويښتو کلونو راهیسې ښه تاريخ نلرو.

دا چې زمونږ د دواړو اړخونو مشران د خپلمنځي اختلافاتو د ختمولو لپاره ولس قرباني کوي، خو په خپله ځان کې د قربانۍ اصل ته ژمنتيا نلري.
په دغه ډول شرایطو کې چې بيړۍ مو ماته ده، شپه تياره، هوا توپاني او د بيړۍ چلونکی (ماڼو) د نجات ساحل ته د بېړۍ د رسولو وړتیا نلري، نو مونږ هم اړ يو چې خپلو هيلو ته د پرديو په پلانونو کې ځاى ورکړو، ځکه اوس راته د سولې په تړاو د امریکا د اوسني حکومت تازه هلې ځلې، وروستۍ طرحه او د امریکا د حکومت په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو د وزیر لخوا افغاني اړخونو ته  بربنډه او تُنده لهجه  د ستاينې وړ دريځ ښکاريږي.

د مسکو غونډه د يأس او اميد ترمنځ په نيک شګون منم او د ټرايکا رسنيزه اعلامیه د افعانستان په تړاو د سترو هېوادونو سنجول شوی او اغيزمن ګام ګڼم.

زما په اند مونږ  د خپلو  کورنیو نيمګړتياو له امله طوعاً وکرهاً اړ يو، له داسې لوري څخه هم مرسته وغواړو چې په افغانستان کې زمونږ ګټې د هغوى له روا ګټو سره ټکر ونلري، ځواکمن وي، په دواړو خواو اغيزې ولري، د سيمې د هېوادونو ترمنځ د سياليو درک ولري او زمونږ د کورنیو ستونزو، رقابتونو او نزاکتونو په عمق باندي پوه وي.

زه دلته له پاکستان او ايران سره د افغانانو د دومره لوړې کچې بې باورۍ او عقدو پاللو خبره نه کوم چې دومره په لوړه کچه حساسیت او عقدو پاللو ته اړتيا شته که نه؟
که وي نو ګټه لري که نه؟

که ومنو چې زمونږ د ولس منفي احساسات، د باور نشتون او د ذکر شويو ګاونډيانو تيرې کړنې په پام کې ونیسو، نو له دواړو ګاونډیو څخه د خير ښيګڼې تمه به خيال او خوب وي، خو دا هم انکار نه منونکی واقعيت ده چې که له دواړو هېوادونو سره په زړه پورې لکه د وروڼو په شان دوستانه اړيکې نشو درلوداى، نو په محتاطانه ډول له دواړو ګاونډیانو سره نورمال اړيکې ساتل شونی کار،  اړتیا او مجبوری ده.

زمونږ د منځنۍ اسیا ګاونډي هېوادونه لکه ترکمنستان ازبکستان او تاجکستان، نه دومره ځواکمن دي، نه له اړتیا سره سم په افغانستان کې اغېزې لري او نه دومره نړیوال اثر او رسوخ لري چې د افغانستان کورني اړخونه ګاونډيان او مطرح نړيوال لوري په يوه منل شوي فورمول باندې سره راټول کړي.

هندوستان او سعودي عربستان د افغانستان په قضیه کې په ژوره توګه ننوتي ځواکمن هيوادونه دي، خو ستونزه يې داده چې دغه دواړه هېوادونه بالترتيب له پاکستان او ايران سره دښمني لري. که هند او سعودي هريو په افغانستان کې محوري رول ولري رقيب هيواد يې د ځان لپاره پارونکی عمل ګڼي او زيان يې د نيابتي جګړو د پيلولو په شکل کې مونږ ته رسيږي.

زما په اند امریکا چين او روسيه زمونږ په هیواد کې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د سولې پلوي دي. دا داسې سيناريو ده چې زمونږ او د يادو درې واړو هېوادونو ګټې سره غوټه کيږي. درې واړه ځواکمن هيوادونه دي، په افغانستان کې اغيزې لري، ګډې اقتصادي ګټې لري. امريکا له اوږدې جګړې ستومانه شوې ده، روس او چين د خپل واک او اغيزو لاندې سيمو ته د تندلارۍ، افراطیت او مخدره توکو ليږد په تړاو ګډې اندېښنې لري. د هغوى ګټې تامينول او اندېښنو ته ځواب ويل زمونږ له ملي ګټو سره په ټکر کې نه راځي، خو داسې ښکاري چې کارى استقامتونه او ليدلوري يې توپير لري.

د افغان مشرتابه  فعاله او متمرکزه تګلاره کولاى شي دغه توپير له منځه يوسي. که د افغانستان حکومت د خپلو کاري او اغيز لرونکو تګلارو  په جوړولو او کارولو وکولاى شي د پورتنیو نزاکتونو او حساسيتونو په تناظر، په ګاونډ او سيمې کې د جيوپوليتيک جيو ستراتیژیک او جيواکناميک بدلونونو په چوکاټ کې، امریکا چين او روسيه له افغانستان سره د ګډو ګټو په چوکاټ کې ګډ کار کولو ته تيار کړاى شي، نو لرې نه ده چې زمونږ هیواد ته د سولې په راوستو کې به سترې برياوې ترلاسه شي.

د ښېرازه ارام او سرلوړي افغانستان په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالروف

هیله لرم چې لږ له واقعیتو ځان با خبر کړه او بیا لیکنه وکړه . د اسلامې امارت مشران په دینې او سیاسې لحاظ ٗ الحمدالله دومره مجرب او پوه دې چې د نړې ستر قوتونه ئې په پوځې او سیاسې ډګر کې مات او داسي یو توافقنامه ئې په امضا کړ ٗ چې د افغانستان د آزادې او یو سوچه اسلامې نظام تضمین کونکي ده . طالبان که د پرډیو لاس آله وای ٗ اوس به هر څه حل او یو ګوډله او بیا به یو مفسد نظام په مونږ ٗ له بهرنې هیوادو په وسیله حاکم ول .… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

وروره داختلاف سببونه دوه دی:- بیعلمی ،دمفسدینوله بیعلمانوڅخه دملک دتخریب کاراخستل، ددنیارزیل ترین قوم انګریزدۍ دوی دفوج په زورددنیاملکونه نکولاندی دوی ومملکوته ددوستۍ په نامه ورغلل اودهغوملکو اتحا،کلتوراودین یی تخریب کۍ،وګوره په پاکستان کی دمذهب پرنامه دبیسوادانوټولۍ یی جوړی کړی لکه : جمعیت علمای اسلام،جمعیت اسلامی ،مسلیم لیګ چه په تمامه معنی نه داسلامه خبردی نه له سیاسته څوک قدرت ځنی اخستای سی په موږکی دطالبانوپه نامه داسی یومصیبت راوستۍ چه دناټوسره یی په جنګ واچولوملک یی په کنډ والو بدل کی که داقدرت دیوتعلیم یافته به لاس وای دناټوسره یی ټکرته زړه نه ښه کاوی داټکرپه قرآنکریم کی سخت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x