افغانستان

په روغتیايي برخه کې د ناغیړیو له کبله طالبانو قراردادي مؤسسو ته خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ کب، ۱۳۹۹ل): په هېواد کې د روغتیايي خدماتو د کمزوري کېدو په دوام طالبانو داځل د روغتیا اړوند ټولو قراردادي مؤسسو او شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې خپلې نیمګړتیاوې پوره کړي، کنه په وړاندې به یې مناسب اقدام وکړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالبانو د روغتیا کمیسیون لخوا رسنیو ته استول شوې، د هغو ستونزو یادونه شوې چې د روغتیا سکتور قراردادي شرکتونو په مکرر ډول د هواري ژمنې کړي؛ مګر بیا یې هم سرته نه دي رسولي.

د طالبانو د صحت کمیسیون د مسئولینو په وینا د قرارادادي شرکتونو لخوا ستونزو پروخت نه رسیدو له کبله له یوې خوا هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ شوي او بل لورته په روغتیايي سکتور کې یې د پراخ اداري فساد او اختلاس زمینه مساعده کړې ده.

د فساد پر وړاندې د مبارزې په لړ کې د طالبانو د روغتیا کمیسیون قراردادي شرکتونو ته لاندې اته موارد په نښه کړي، چې باید خپل نیمګړتیاوې په کې پوره کړي:

«اول : له قرار داد او پروپوزل سره سم ټول صحي او خدماتي پرسونل په بشپړ ډول استخدام کړي.

دوهم : ټولو اړونده کلینیکونه ته هغه دارو درمل او طبي توکې او لوازم په خپل وخت ورسوي چې دپروپوزل او قرار داد له مخې رسول په ذمه اخیستي دي او بودیجه یې ترلاسه کوي .

دریم : د دوا کیفیت او کمیت په هغه ډول چې په پرپوزل کې یې ذمه اخیستي نه دی پوره شوی، لازمه ده چې خپل مسؤولیت ومنې او د درملو کیفیت او کمیت بشپړ کړي ځکه د بی کیفیته درملو استعمال ناروغان له ګواښ سره مخامخ کوي او ناروغي یې مزمنوي.

څلورم : د ناروغانو دریفر په صورت کې په خپلو ژمنو وفا نه ده شوي باید دریفر سیستم فعاله کړي اړین ناروغان هغوی کلینکونو ته ریفر کړي چې علاج یې پکشې شونی وي.

پنځم : په کلینیکونو او طبي مراکزو  کې استخدام شوو ډاکټرانو، نرسانو، خدمتګارانو او نورو کارکونکو ته معاشات نه دي رسول شوي چې دا کار د دې باعث شوی ترڅو یاد کسان خپل کارونه په سمه توګه ترسره نه کړي او کلینیکونه له فلج سره مخ شي.

شپږم : د کلینیکونو او صحي مراکزو د ساختماني ترمیم په برخه کې چې په قرارداد کې کومه ذمه واري ور پرغاړه شوې په سمه توګه یې مسؤولیت نه دی اداء کړی د ساختمانونو ترمیم په مودو پاته شوی که جدی مراقبت او ترمیم یې ونه شي، اکثر کلینیکونه له بشپړ تخریب سره مخامخ دي چې بیا به له پیله تعمیر ته اړتیا وي.

اوم : په مجموع  کې ټاکلې بودیجه د ټاکلي  هدف لپاره نه ده مصرف شوې، په داسې حال کې چې د قرارداد په سر کې يې ژمنه کړې او د هماغو ژمنو په اساس اجازه ورکړل شوې چې د اسلامي امارت  په تر واک لاندې سیمو کې فعالیت وکړي.

اتم : داچې د پورته نیمګړتیاوو د پوره کیدو لپاره له ځینو قراردادي مؤسسو سره مکرر مجلسونه هم شوي او له بیا بیا وعدو سره سره یې لاهم خپل مکلفیت سرته نه دی رسولی بناء د اسلامي امارت د صحت کمیسیون  انتظار لري چې ټول قرار دادي مؤسسات د روان 2021 میلادي کال د اپریل میاشتې تر نیمایي پورې خپلې ذمه واری پوره او نیمګرتیاوې بشپړې کړي.»

د پورته اتو مواردو نه مراعاتولو په صورت کې د طالبانو د روغتیا کمیسیون خبرداری ورکړی، چې دوی به د دا ډول مؤسسو په وړاندې خپلې څیړنې او ارزیابي ترسره کوي او هغه مؤسسات چې ددوی په خبره «په تول پوره ونه خیژي» ښايي وتړل شي او د طالبانو عدلي ارګانونو ته یې معرفي کړي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د خدماتو کمزورۍ او په یاد سکتور کې د اختلاس او فساد له امله زیاتره هېوادوال اوس هم بهرنیو هېوادونو ته په ځانګړې ډول پاکستان او هندوستان ته د درملنې په خاطر ځي، چې هلته له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x