
نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ کب، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ورځې وړاندې د کرونا پر وړاندې د واکسینو لومړی ډوز وکاروه، د کرونا معاینات یې مثبت ختلي دي.
ډاکټر فیصل سلطان چې د عمران خان ځانګړی مرستیال هم دی پر خپله ټویټر پاڼه د یاد خبر تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې نوموړي ځان په کور کې قرنطین کړی او له نورو خلکو یې د احتیاطي تدابیرو نېولو غوښتنه کړې ده.
PM Imran Khan has tested positive for Covid-19 and is self isolating at home
— Faisal Sultan (@fslsltn) March 20, 2021
عمران خان د چینایي واکسینو «سینوفارم» لومړی ډوز نږدې ۴۸ ساعتونه وړاندې لګولی و.
باید وویل شي چې په تېره نږدې کې د پاکستان په یو شمېر سترو ښارونو کې د کرونا ویروس دوهمه څپه په چټکۍ سره خپریږي، چې له کبله یې ښوونیز مرکزونه د ټاکلي وخت لپاره رخصت او په ښارونو کې یو شمېر بندیزونه پلي کړي دي.
د جمعې په ورځ عمران خان د خیبر پښتونخوا ملاکنډ ښار ته په سفر تللی و چې هلته یې له یوه پوهنتون څخه لیدنه وکړه، او د نوي علمي بلاک له پرانېستې وروسته یې یوې غونډې ته وینا وکړه. دغه راز نوموړي د سوات تونل پرانیستې پرمهال ددغه ځای موټروی څخه هم لېدنه وکړه.
دالوستنه دنن تكي په اروندماته دير خوندوره