نادري ناولدهنړۍ

د نړۍ خوشاله ملتونو راپور، فنلنډ لومړی او افغانستان وروستی راغلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ کب، ۱۳۹۹ل): د ملګرو ملتونو په همکارۍ د نړۍ یو شمېر سترو پوهنتونونو د څیړنو له مخې د نړۍ تر ټولو خوشاله ملتونه نومول شوي چې له مخې یې فنلنډ لومړی خوښ او افغانستان وروستی هېواد ښودل شوی دی.

په دغه لیست کې چې د نړۍ لس هېوادونه په کې ښيي، فنلنډ د پرلپسې څلورم وار لپاره خوشاله ملت ښودل شوی، په داسې حال کې چې دوهم خوښ ملت ډنمارک، دریم ایسلنډ، څلورم سویس او پنځم هالنډ ښودل شوي دي.

دا راپور د ملګرو ملتونو په همکارۍ د امریکا، بریتانیا، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوهنتونونو په ملتیا چمتو شوی، چې د مختلفو هېوادونو له وګړو د ټولنیز ملاتړ، فردي ازادي، ناپاکه ملي توليدات او د فساد کچې معیارونو ته په کې پام شوی دی.

د یاد راپور له مخې د نړۍ په خوشاله لومړي لس ملتونو کې ۹ اروپایي هېوادونه او یوازې یو نا اروپایي هېواد «نیوزیلاند» شامل دي.

په دې لیست کې امريكا ۱۹، متحده عربي امارات ۲۵، سعودي عربستان ۲۶، ایران ۷۷، پاکستان ۱۰۴، هندوستان ۱۳۹ او افغانستان تر ټولو وروستی په ۱۴۹م نمبر راغلی دی. ایران له ۸۲م څخه ۷۷م ته پورته شوی خو بریتانیا له ۱۳م څخه ۱۷ ته ښکته شوی دی.

که څه هم تېر ۲۰۲۰م کال د کرونا ویروس له امله نادود حالت سره مخ و او ددې ناروغۍ له امله ۲.۶ ملیونه خلک ووژل شول، خو بیا هم د خلکو د ځوابونو اوسط چندان تېرو کلونو ته توپیر نه درلود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

کافرو ځانه دنیا جوړه کړه ګوری دې بدبختو مسلمانانو ته چی یو بل پر ضد د کفر فتوای ورکوی. الله ندی ویلی چی تاسی بدبخته، مریضان، مظلوم او جاهله اوسی. که دا بدبختی مونږ ته اسلام را په برخه کړی وی بیانو تیر لدی دینه چی هم می دنیا خرابه وی او هم می آخرت. خو داسی نده اسلام بهترین دین دی خو ټوله بدبختی د ناولو، جاهلو او بیسوادو خبیثو له لاسه مونږه ته را پیښه ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx