لیکنېنظــر

مسکو؛ او د بادارانو سوغات افغانستان!

استاد محمد زمان مزمل

اول او دویم مسکو:
د چا په فکر کې نه ګرځېدل چې د افغانستان اشغال کوونکي شوروي افغانستان به په وړه روسیه بدلېږي.

همداسې د چا په فکر کې نه ګرځېدل چې د امریکا له سیالۍ لویدلې روسیه به پای په منځني ختیځ او سوریه کې د امریکا یؤ طرفه ښکرور سیاست چلنج کړي.

دا خو د هېچا په سوچ کې نه ځایېدل چې افغانستان ته راغلې امریکا به تر شوروي هم بېچاره کېږي او وروستۍ نااشنا پېښه دا چې دوه کاله مخکې کرملین په مسکو کې د افغانستان د سولې هاغه غونډه جوړه کړه چې د یؤې خوا یې د شلو کلو جنګي حریفان په خپلو کې غاړه په غاړه کړل او داسې یؤه غونډه یې برابره کړه چې بین الافغاني تفاهم پکې په هماغه طبیعي رنګ کې ښه وځلېد او هغه پرېکړې پکې وشوې چې کېدای شي ډېری برخې یې د امریکا لخوا راوړل شوې طرحه کې کارول شوي یې.

حقیقت دا دی چې اول مسکو په دې اړه په سمبولیک لحاظ یؤ ژوندی کردار وه او ما په هماغه مسکو کې دغه غونډه د ښاغلي طیب اغا د منډو او هڅو اولنۍ او ښه پایله وګڼله.

نن چې پر هغه غونډه دوه کاله تېر شول او په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو جلسات په جام حالت کې دي بیا هم مسکو په دویم ابتکار کې د یؤې داسې غونډې کوربتوب کوي چې د افغانستان ذیدخله هېوادونه هم پکې یا حضور لري او یا موافق دي.

ولې دا ځل چې وضعیت ته ګورو دویم مسکو تر اول زیات د سولې په خوا د حالاتو په بیولو کې شاید اغیز ولري او داسې ښکاري چې مسکو د تېرو په نسبت د افغانستان په سوله کې د ټولو ذیدخلو هېوادو په پرتله د ښه کردار خاوند هېواد دی.

ددې غونډې نه مخکې او ددې غونډې په اړه د مسکو اظهارات او اندېښنې هومره د نورو په نسبت مثبتې دي چې دا جلسه پکې هم په لنډ وخت کې اعلان شوه او هم په لنډ وخت کې کېدای شي دائره شي.

دا یو څه ښيي او هغه دا:
چې مسکو د افغانستان د حالاتو په رابطه نسبتاً خپلو حریفانو ته تر ډېره په یؤ واقع بینانا پالیسۍ کې روان دی.

دویم مسکو کیدای شي د پرېکړو له لحاظه هومره لاسته راوړنې ونلري ولې نظر سیاسي فضا ته چې ګورو فکر کېږي چې د استامبول د پرېکړو مقدماتي ډیزائن او د پېښو لوری به په همدې مسکو کې مهندسي شي.

دوه چټل هېوادونه:
ښه مې یاد دي چې د شوروي د لښکرو د وتلو په مهال د شوروي اتحاد د یؤ ستراتېژیک مرکز استازي له خپل امریکایي دیپلومات سره د افغانستان په باب دا خبره کړې وه چې امریکا او شوروي باید د افغانستان په باب په خپلو سیاستونو کې هغې خواته ولاړ نه شي چې دا دوه ټیټ او چټل هېوادونه “پاکستان، افغانستان” موږ په خپلو کې وجنګوي.

هغه مهال شوروي اتحاد له خپل ټیټ مقدر نه ونه ژغورل شو او شوروي اتحاد پکې انحلال ته ولاړ اوس چې د دویم مسکو غونډه دائرېږي ما ته د هماغه شوروي د ستراتېژیکو مطالعو مرکز د استازي خبره رایاده شوه چې مسکو غواړي دا ځل امریکا له افغانستان نه په هغه طریقه وځي چې افغانستان او امریکا دواړه پکې له دې شته ماجرا په پتمن ډؤل وځي.

نن چې موږ د خپل هېواد د سولې غونډه له قطر او بل هر اسلامي هېواد نه په مسکو کې وینو نو ماته هماغه خبره رایاده شوه چې کاش د قطر مذاکرات پر یؤ فیصله درېدلي وائ او موږ پکې کولای شول چې د روسیي استازي له دې پېغور پورته ځلېدلي ؤ چې موږ په سیاسي لحاظ هومره چټل هم نه یو.

دویم مسکو په سیاسي لوبه کې د امریکا او روسیي نیوټل لوبه:
د مسکو غونډه او په دې سرعت او په دې همنظرۍ چې جوړه شوه ښئي چې د افغانستان په باب د امریکا او روسیي په دریځونو کې ډېر تقرب راغلی وي او که دا جلسه واقعا د سولې په رابطه فضا او طرفونو کې تبدیلي راولي نو هغه به ددې معنا وي چې افغانستان دا ځل د 1907م په شان چې پرنګی او روسیه پکې له رقابت نه نیوټل لوبې ته لاړل دلته به هم امریکا او روسیه د افغانستان له ستړو نه یؤ نیوټل لوبې ته ځي او ښه نتایج به یې د استامبول په غونډه کې اردوګان ته نیکنامي جوړه کړي.

مسکو او سولې ته اړ شوې امریکا:
مسکو 2013/14م کې دا درک کړه چې امریکا په افغانستان کې له جنګ څخه ستړې ده په همدې موخه یې په تدریج له طالبانو سره اړیکې پیدا کړې او داسې اظهارات او حرکات یې اجرا کړل چې امریکا پکې فکر وکړ چې طالب نور د امریکا او چین په لاس کې دی.

د مسکو اولې غونډې د امریکا ویره خپل عروج ته پورته کړه.
د همدې ځایه د حامد کرزي له خوا د سولې پیل شوی حرکت د امریکا او کابل له خوا ناکام شو او په بدل کې امریکا اړ شوه چې هم طالب له روسیي او چین واخلي او سوله په خپل اختیار کې ولري.

که په نړیواله سطحه د طالب سره د پکین او مسکو نږدې روابطو امریکا نوي سیاست ته اړ کړې نه وائ هېڅکله به موږ په مسکو کې د افغانستان د سولې غونډه نه لیدلې وه او نه اورېدلې دا روسیه او چین دي چې د طالب له جګړې وروسته یې امریکا سولې ته اړ کړه.

مسکو او د بادارانو سوغات افغانستان:
په تأسف باید ووایم چې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات له هماغه شوم پیله چې په یؤ طرف کې یواځې څو طالبان وه او په بل طرف کې د کابل له خوا بېواکه او بېچاره رهبري شوي استازي ؤه له دغه شوم پیل نه له ورا معلومېدل چې دا مذاکرات به منزل ته نه رسېږي او امریکا به د خپل پلان مطابق دنیا او د سیمي هېوادو ته ښئي چې افغانان لا اوس هم په خپلو کې د یؤې سیاسي پرېکړې او هوکړې له ظرفیت نه ډېر ټیټ دي.

نن چې د دواړو طرفو استازي روان دي تر څو د بادارانو لخوا ډیزائن شوی افغانستان په مسکو کې وویني او په استامبول کې یې د ماډل سوغات له ځان سره راوړي مبادا دا هماغه شوم تکرار شي چې د پنډۍ نه نیولې تر ګورنرهاوس، تر بن او تر دې مسکو یې موږ د سپیتانو تماشو ته ناست یو.

دا چې د مسکو او استامبول له غونډو به نوی بل بدل افغانستان څومره له روان سره توپیر ولري په دې اړه بد فالي نه ده پکار، مګر هغه رنګ او خوند به ونلري چې که په قطر کې د راټولو شوو افغاني طرفونو په فکر او سوچ ډیزائن شوی وای.
های چې موږ لا په خپلو کې د پرېکړې او هوکړې ظرفیت پیدا نکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx