نړۍ

 افريقا: تنزانيا هېواد کې د لومړي ځل لپاره يوه مسلمانه ښځه ولسمشره ټاکل شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ کب، ۱۳۹۹ل): د ختيځې افريق په تنزانيا هېواد کې د لومړي ځل لپاره د سميعه صولوبو حسن په نوم يوه مسلمانه ښځه ولسمشره ټاکل شوې او لوړه يې هم په قرانکريم وکړه.

مېرمن سميعه د تنزانيا د پخوانۍ پلازمېنې دارالسلام اوسېدونکې ده.

د تنزانيا سرحدونه له يوګنډا، موزمبیق، ملاوي، زيمبيا، روانډا، برونډي او د کانګو ډيموکراټ هېوادونو سره دي.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۸ کال د رپوټ له مخې د تنزانيا د نفوس شمېر ۵۶.۳۱ ميليونه دی، چې ډېری ولس يې عيسايان او دوهمه درجه ورپسې مسلمانان دي.

په تنزانيا غوندې هېواد کې د يوې مسلمانې ښځې ولسمشرۍ ته رسېدل ډېر مهم ګام بلل کيږي.

مېرمن سميعه په ۲۰۱۵ کال کې د ولسمشر جان ميګوفولي مرستياله ټاکل شوې وه، تېر کال يو ځل بيا د هغه مرستياله وټاکل شوه او تېره چهارشنبه د ولسمشر ميګوفولي له مړينې وروسته سميعه حسن ولسمشره شوه او راتلونکي څلور کاله به د ولسمشرې په توګه دنده ترسره کوي.

د رپوټونو له مخې په تنزانيا کې د ولسمشرې سميعه حسن واکمنۍ ته خلک خوښي کوي او هيله ورته کيږي، چې د دې په مشرۍ کې به په هېواد کې ډېر بدلونونه راشي.

د يوسف ابو بکر په نوم يوه ځوان رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې دی مېرمن سميعه حسن ته دعاوې کوي او هغه د خپلې مور په څېر بولي.

په دارالسلام ښار کې د کايندې مورو په نوم يوه دوکاندار ويلي، د نوې ولسمشرې لپاره تر ټولو غوره مسؤوليت د خلکو په اقتصاد کې مثبت بدلون راوستل دي او دی ترې هيله لري، چې ولسمشره سميعه به په هېواد کې د پانګوالو او عامو خلکو لپاره د کارونو زمينه برابره کړي.

د تنزانيا پخوانی ولسمشر ميګوفولي د تېرې چهارشنبې په ورځ د دارالسلام په يوه روغتون کې ومړ.

نوموړی له ډېر وخته ناروغ و، د اخري ځل لپاره له مړينې ۲۱ ورځې مخکې خلکو ته ښکاره کړی شوی و.

د ګنګوسو له مخې نوموړی په کرونا وبا اخته و، په داسې حال کې، چې تر ډېره وخته يې په تنزانيا کې د کرونا له شتونه انکار کاو.

نوې ټاکل شوې ولسمشره سميعه حسن وايي، چې پخوانی ولسمشر د زړه د حملې له امله وفات شوی او تېره پنجشنبه په خپل پلرني کلي خاورو ته سپارل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دی ته وایی دیموکراسی چی یوه ملک کی اکثریت عسیویان وی ولی یوه مسلمانه هغه هم ښځه د ولس مشره شی هغه څه چی طالبان به یی دوه سوه کاله وروسته هم و نه منی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx