لیکنېنظــر

امریکایي اشغال تمدیدول او که د کورنۍ سولې خبرې؟

محمد طاهر ثابت

امریکایي منابع وایي د امریکا حکومت ته درې خبرې پیشنهاد شوي:
د امریکایي پوځونو کامله وتنه؛ د پوځونو د وتلو وخت تمدیدول؛ او یا بیخي له افغانستان نه د عسکرو نه وتل.

ددې ترڅنګ دا هم ویل شوي چې امریکا کیدای شي خپل عسکر وباسي او د دوحې تړون پاتې نه وي. زمونږ اوسنۍ خبره د امریکا د دوهم انتخاب په هکله ده.

د امریکایي منابعو له خولې د دوحې له تړون سره سم د امریکا پوځیانو، چې د ناټو په دریځو کې ورته کتلای سو، د جنګ د دوام هلې ځلې پیل کړي او بالاخره وتوانېدل چې د امریکا پخواني مشر د کاملې وتنې نه منع کړي.

د دوحې د تړون د ماتولو لپاره ټول هغه اقدامات چې د غني له ادارې سره یې ګډ کړی دی دا ښیي چې په امریکا باندې اعتماد کول ښه ندي.

هر هغه خبره چې له دوی سره سوې وي نو باید د هغې د تعمیل او مخالفت امکانات مساوي وبلل سي او د هر مخالفت لپاره یې جوابیه ستراتیژي باید موجوده وي.

په دې هکله باید ووایو چې د طالبانو عکس العمل د تیر یو کال په اوږدو کې معقول بلل کیدای سي.

تراوسه نه سیخ سوی او نه کباب. البته هر مرګ او زخم د غم خبره ده او ددې مسئولیت باید غني او امریکا ومني.

اوس چې د امریکې د حکومت د فیصلی انتظار په څو ورځو کې کیږي او کیدای شي خلیلزاد د هغې فیصلې ځینې ټکي د طالبانو تر غوږو ورتیر کړي وي؛ دې دواړو زمونږ ویره راپارولې ده.

مونږه ویریږو چې امریکا به د اشغال د وخت د تمدید غوښتنه وکړي او کوشش به وکړي چې طالبان قانع کړي، دوی امریکایانو ته څه نور وخت ورکړي. مونږ ویریږو دا به د اشغال دوام ته نوې لاره وي.

د امریکا د تېر کال وعده شکني، د فلپاین، عراق، سوریې، او د لاتینې امریکا د کولمبیا تاریخ ښیي چې امریکا په اسانه نه وځي او د مخالفینو د خطاکولو اوږد تاریخ لري.

دا چې امریکا او د منطقې راڅېرمه دولتونه د جنګ په دوام کې ګڼه لري نو امریکا امکان لري د وخت د تمديد په بهانه دریم انتخاب يعنې د دایمي اشغال په خوبو کې وي.

افغان ملت او مسلمانان باید دې ټکي ته متوجه شي او پرینږدي چه د امریکا د فریب ضائعه سي.
د دې په څنګ کې باید دا هم ومنو چې خدای ناخواسته د دوحې په تړون د طالبانو تینګار به اشغال ته د تمدید بله بهانه جوړه کړې وي.

زمونږ په نظر د دوحې تړون باید اساس وي او د هغه مخالفت د يوې شېبې لپاره هم باید ونه منل شي. دا چې دا ټینګار اشغال ته بهانه پیدا نکړي زمونږ په خیال د کورنۍ سولې د خبرو او د مؤقت حکومت جوړول به ښه وي.

کیدای سي طالبان له غني سره په عمومي خبرو باندې توافق ته ورسیږي او د مؤقت حکومت په جوړولو اصرار وکړي. که موقت حکومت راشي دا به د سولې د خبرو د کامیابۍ لپاره ښه وي.

مهمه نده چې طالبان پکې ګډ وي او یا نه.
که مؤقت حکومت طالبان رهبري کړي ښه تر ښه او که د هغوی د رهبرۍ امکانات کم وي بیا نو بیخي په هغه کې ورګډیدل ښه ندي.

طالبان کولی شي له نوي بیطرفه، لایق او قوي حکومت سره د آینده نظام په هکله خبرې وکړي.

دا به د اوربند امکانات ډیر کړي او امریکایانو ته به هم د ګړنګو پزه ورپاکه کړي.

ومن الله التوفیق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

موقت حکومت بایددطالبانوتراسلامی شورا لاندی اواسلامی شورابایددمسلمان فوج ترحفاظت لاندی وی که داسی ونه سی کفاربیاغریب عوام دپیسوپه واسطه رانیسی قدرت بیرته ظالمان اوکافرانوته په لاس ورځی بیاپه زمانو ظالمان لکه دسوریی حافظ الاسدکمونست حکومت نه پریږدی لکه چه تمامه سوریه یی په کنډوالوبدله کړه اوطالبان بایدپسرلنی جهاداعلان کی امریکااوناټوته نوروخت په هیڅ صورت ورنکړی اوس ناټوله افغانانوسخت بیریږی مجاهدین باید کفاروته نوردفریب چانس ورنکړی دګلبدین خطایستل یی ښه نمونه ده اشرفغنی په ژوندکی حکومت نه پریږدی اونه شمالی ټلواله انسانیت پیژنی تنهازورافغانستان آزادولای سی انصاف په دنیاکی قطعی وجودنلری تنهااسلام انسانیت دۍ.په احترام عبدالواحد اڅګزس

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx