افغانستانسولې اړوند خبرونه

فاطمه ګیلاني: مذاکراتو کې مهم پرمختګ شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا متحده ایالاتو د افغان سولې په پروسه کې هڅې چټکې کړې دي؛ د کابل د مذاکراتي ټيم غړې «فاطمه ګیلاني» وايي، د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی چې ژر به اعلان شي.

فاطمه ګیلاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونو د تماس ټیمونو ناستې روانې ساتلې دي او د پرمختګ په هڅه کې دي، چې په همدې لړ کې یو مهم پرمختګ شوی دی چې ژر به اعلان شي.

ددې په خبره، تمه لري چې دواړه لوري د ترکیې تر ناستې وړاندې یوه توافق ته ورسېږي.

که څه هم نوموړې په دې تړاو نور جزئيات نه دي ورکړي؛ خو په مذاکراتو کې د پرمختګ خبر داسې مهال دی، چې د امریکا متحده ایالاتو د افغان سولې په تړاو هڅې چټکې کړې دي او د مذاکراتو له دواړه لورو یې غوښتي، چې یوه سیاسي جوړ جاړي ته لار پیدا کړي.

د امریکا متحده ایالات په دوحه کې د افغان سولې روانې خبرې بې ګټې بولي او د ترکیې په استانبول ښار کې د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د طالبانو او حکومت تر منځ د یوې لوړې کچې  ناستې جوړولو ته چمتووالی نیسي.

دغه ناسته چې ښایي په راتلونکې میلادي میاشت «اپریل» کې راوبلل شي، د افغان سولې لپاره مهمه بلل کېږي او په مهال يې ښایي داسې پرېکړې وشي، چې په اساس یې د افغانستان قضیه یو طرفه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پیر صیب دی الله مغفرت کړی لور یی هم کرامات لری او بیا طالبان خو د پیرانو په کراماتو سخت باوری هم دی نو ویلی شو چی حتمی به یو څو اعلانیږی پخیر سره یا جنګ یا سوله ګوری به یی.

غ.حضرت

د طوطی خان د جالبی څرګندونی په امتداد : ګومان کیږی چی د کابل د ښځینه پیرانو د کرامات GB او آنتن به د نرینه پیرانو تر کرامات غښتلی او قوی وی. پلار ئې ډیرو کسانو ته چټۍ ور کړې وه خو اکثره ئې ” چټ ” کړه. امّا لور ئې یوه کس ( خپل مېړه ) ته یوه چټۍ ورکړه تر وزارت پوری ئې ورساوه. دا بیا زموږ طالع ده چی پیرانو داسی قانون تصویب کړیدی چی یوازی باید د نرینه پیر لاس مچ سی که نې پر ډیرو کسانو پیران ګران دی او د لاسو د مچېدو شوق… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx