شعـــــرونه

زما د مینې او د یار د کرکې حد نشته دی/ خدرخېل

جانان خدرخېل

زما د مینې او د یار د کرکې حد نشته دی
هغه د چا خبره ښۀ مکوه بد نشته دی

تۀ چی خبرې کشوې هسې بانې جوړوې
د محبت کیسه کې دومره شد او مد نشته دی

چې د یوې ناهید پر سر تر سِنده ورسېږي
په ټول امت کې لاروی د محمد* نشته دی

مسلمانان زلمي د خدای مال دی بیخي ډېر شوي
خو بس د خدای او د رسول پکې اسد نشته دی

هغه ظالم منافقت کې دکتورا کړې ده
وایي په زړۀ کې مې هیچا سره حسد نشته دی

دلته به وخت بې غمه تېر شي “خدرخېله” یاره
شکر دی دې کلي کې هیڅوک هم بلد نشته دی

۱۳۹۹/۱۱/۱۹

*ابن قاسم

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx