
د واک ویش؛ نن د دواړو ټیمونو تر منځ خبرې اترې پيلیږي
نن ټکی آسیا (سې شنبه، چنګاښ ۲۴مه ۱۳۹۳): د جان کیري د منځګړیتوب وروسته ډاکتر اشرف غني احمدزي په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي چې نن سې شنبه د ده په کور کې د خپل سیال عبدالله عبدالله سره د ملي حکومت د جوړولو په اړه خبرې اترې کوي.
ډاکتر اشرف غني د اسوشیټډ پریس خبري آژنس سره په مرکه کې زیاته کړې چې د افغانستان ثبات د دواړو ټیمونو لومړی هدف دی.
اشرف غني احمدزي د ټاکنو مخکې او وروسته په بار بار ویلي و چې په هيڅ ډول ایتلافي حکومت جوړولو ته تیار نه دی. د نوموړي په وینا دی به هيڅکله د خلکو په رایو معامله ونه کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د راتګ او منځګړیتوب وروسته اشرف غني احمدزي په خپل دريځ کې بدلون راوستی.
اشرف غني او عبدالله عبدالله د کیري سره بېلابېلې او ګډې ناستې درلودې او په پای کې جان کیري دواړه لوري په یوه ایتلافي حکومت پخلا کړل.
اشرف غني احمدزي اسوشیټدپریس خبري آژانس ته زیاته کړې چې د ملي حکومت د تشکیل سره دوی کولای شي، څو افغان ملت د سیاسي بحران څخه وباسي. د نوموړي په وینا دغه بحران د افغانانو ژوند په خطر کې اچولی شي.
د اشرف غني احمدزي وروستیو دریځونو د نوموړي ملاتړي سخت په غوسه کړي، د دوی په وینا احمدزي د دوی له رایو سره خیانت وکړلو.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنو د دوهم پړاو د پایلو د اعلان د اشرف غني په ګټه وشو. عبدالله د پایلو اعلان «کودتا» وبلله او د موازي حکومت د جوړولو ګواښ یې وکړ.
د تېرې جمعې په شپه ناوخته جان کیري کابل ته را ورسېد او دواړه نوماندان يې په یوه ایتلافي حکومت چې عبدالله عبدالله ته په کې مهم پوستونو ورکړل شوي پخلا کړل.
ای دجهاد ټیکه داره عبدالله خانه اوهم ای دملت تش په نامه بابا اشرف غنی خانه اوستادشعار له مخ دفساد او وینو څخه دپاک لاس خاونده ایا تاسی دواړو ته دلوی خدای څخه لږ حیا او او ویره نه درتله چی ددوو کافران په مخ کی ولاړ یی او یو دبل سره دقدرت په خاطر په خوله کیږی زه دا وایم چی تاسی ته خپل ملت په خدای قسم که اهمت لری که یی درلودای نو اشرف صاحب که تا واقعی رایی ګټلی وی نو ولی وډار شوی بیا به تر اخره ولاړ وی او ټولی نړی ته به دی… نور لوستل »