
شعـــــرونه
د فتحې اذان/ تپاند زهاد
تپاند زهاد
د حق د سپین منبره یو اذان د فتحې وکړه
طالبه بختوره یو اذان د فتحې وکړه
ملنګه طالب جانه صدقه دې د حریت شم
د هسک پامیر له سره یو اذان د فتحې وکړه
نړۍ ګوته په غاښ ستا سیاست ته شوه حیرانه
ژوندی اوسې رهبره یو اذان د فتحې وکړه
الله دې ستا خلا په ژوند کې نه راولي ګرانه
جانانه له سنګره یو اذان د فتحې وکړه
غازي یې، مجاهد یې، قدرمن یې محترمه
زما د زړګي سره یو اذان د فتحې وکړه
غیور ملت مو ټول د امارت په انتظار دي
خوشحال دي لر او بره یو اذان د فتحې وکړه
تپاند زُهاد پر سر به دې سپین پاج در وتړمه
راځه غازي دلبره یو اذان د فتحې وکړه
زهاد وروره،
په قلم مو برکت شه.
دهمدغسي يوي ورځي په هيله.
په ډير درنښت. کاروان