افغانستانسولې اړوند خبرونه

‏ستانکزی:د طالبانو د مشر د ګډون په صورت کې غني  هم د ترکیې ناسته کې ګډون کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ کب، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې تمه ده د راتلونکې میلادي میاشتې په دوران کې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان سولې په تړاو ناسته راوبلل شي، د کابل د مذاکراتي ټيم مشر «معصوم ستانکزی» وایي، که چېرې د طالبانو مشر «شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده» د ترکیې په ناسته کې ګډون وکړي، نو اشرف غني هم ګډون کوي.

ستانکزي دغه  څرګندونې د مسکو د ناستې په اړه رسنیو ته د معلوماتو ورکولو په مهال کړي دي.

نوموړي ویلي، چې د مسکو ناسته مهمه او په زړه پورې وه؛ خو دده له قوله، د هغو اساساتو په اړه باید غور وشي پر کومو چې وړاندې تګ کېدای شي.

د ستانکزي  له قوله، د ترکیې ناسته هم د افغان سولې  په اړه مهمه وي؛ خو په دې پروسه پورې تړلي ټول مسایل به په دې  ناسته کې  ونه څېړل شي.

نوموړي ددې تر څنګ په جمهوري نظام او دداسې یوه حکومت په جوړېدو چې د بیان ازادي  ته احترام پکې کېږي؛ ټینګار وکړ؛ خو دده په خبره، د مؤقت حکومت شوقیان هم زیات دي او لا هم څرګنده نه ده چې د حکومت لپاره څه ډول فارمولې وړاندې کېږي.

د ترکیې ناسته چې تمه ده راتلونکې میاشت «اپریل» د ترکیې په استانبول ښار کې د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې راوبلل شي، د امریکا د متحده ایالاتو په وړاندیز رابلل کېږي او د افغان سولې لپاره مهمه بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پدی شرط چی د طالبانو مشر ته پاکستان اجازه ورکړی چی غونډه کی برخه واخلی دا چی اجازه نلری نو طالبان به حتمی وایی زمونږ مشر نغواړی چی غنی سره په یوی غونډه کی برخه واخلی ولی په اصل کی یا مشر وجود نلری او کچیری وجود هم ولری نو اجازه د برخه اخیستلو ورته پاکستان نه ورکوی. ماته خو مشر حقانی د طالبانو خورا ښه سړی ښکاری ډیر متدینه او متواضع خو برعکس ## او ### تر ټولو بد او زشته فهوارې دی فکر کوم###########

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx