افغانستان

د غور د تیورې ولسوالۍ ولسوال وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ کب، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي په یوې بمي چاودنې کې د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ د ولسوال د وژلو خبر ورکوي.

د غور د والي ویاند زلمي کریمي رسنیو ته ویلي، نن له غرمې مخکې د تیورې ولسوالۍ د ولسوال محمدرفیق اعلم پر موټر په داسې مهال شوې کله چې نوموړی د خپل دفتر لورته روان ؤ.

نوموړی زیاتوي، په دغې چاودنې کې ولسوال رفیق اعلم ځای پرځای وژل شوی دی.

د غور د والي ویاند وايي، پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx