ورزش

د زمبابوې پر وړاندې په شل اوریزو سیریز کې د افغان لوبډلې ریکارډونه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالیو سیریز ترسره شو چې په کې افغان لوبډلې په ۳-۰ بریا خپله کړه.

د سیریز په دریمه لوبه کې افغان لوبډلې د نجیب ځدران په زړه پورې ۷۲ ناسوځېدلو منډو سره سیال لوبډلې ته د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه، چې د زمبابوې لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو یوازې ۱۳۶ منډې وکړې او افغانستان د ۴۷ منډو په توپیر بریا خپله کړه.

د دغه سیریز په ګټلو سره افغان لوبغاړو په انفرادي ډول او لوبډلې په ټولیز یو شمېر ریکارډونه په خپل نوم کړل چې په لاندې ډول دي:

د لوبډلې او لوبغاړو ریکارډونه

محمد نبي: نوموړي په دوهمه لوبه کې غوره کارکردګي ترسره کړه چې په مرسته یې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، هغه په دې سره د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیات (۱۳ ځله) د لوبې غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

راشد خان: نوموړي په دوهمه شل اوریزه لوبه کې وتوانېد خپلې ۵۰ نړیوالې لوبې بشپړې کړي، هغه په دغو لوبو کې تر دې دمه له لاست ملینګا او راشد خان وروسته زیاتې ۹۵ ویکټې اخیستې دي.

نجیب ځدران: نوموړی د هغو افغان لوبغاړو په لیست کې شامل شو چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۱۰۰۰ منډې بشپړې کړې، نجیب په دریمې شل اوریزې لوبه کې په ۳۵ توپونو ۷۲ چټکې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

اصغر افغان: نوموړی د اسیایي هېوادونو دریم لوبډلمشر شو چې په شل اوریزو کې له زرو زیاتې منډې کوي، په لومړي او دوهم نمبر ویرات کوهلي او ایم ایس دهوني دي.

اصغر افغان: نوموړی د نړۍ لومړی لوبډلمشر شو چې په شل اوریزو لوبو کې یې زیاتې (۴۳) بریاوې خپلې کړي دي. له دې وړاندې دغه ریکارډ د هند لوبډلې مشر ایم ایس دهوني سره و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عمر خان

روره!
لیکنه مو اکثره وخت املای غلتی لری
هیله کوم لیکنه مو تر لیک روسته په غور سره وگوری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x