لیکنېنظــر

د مسکو غونډه د سولې په نوم جمهوریت پالنه

ډاکټر احرار

امریکا، چین او روسیه د ځینو ستونزو او اختلافاتو تر څنګ مشترکات هم لري، تر ټولو عمده یې د اسلام په ضد یو والی دی. د عیسویت او یهودیت تر چتر لاندې د one world one eye یوه نړۍ، یو واکمن یا ټولې نړۍ ته په یوه سترګه کتل چې د دجال يوې سترګې ته اشاره ده. د دجال واکمنۍ ته زمینه سازي ده چې خپل ټول امکانات په کار اچوي تر څو د دجالیت په وړاندې موانع لمنځه یوسي.

صلیبي ځواکونه له هرې لارې د اسلام د پرمختګ مخه نیسي، غواړي تش په نوم اسلام د جمهوریت په قفس کې وساتي. دوی ملامت هم ندي ټوله عربي نړۍ، خلیج او اسیایي اسلامي هیوادونه یې اوس په همدغه پړي تړلي دي. د اسلام د ځواکمنۍ او واکمنۍ مخه يې ډب کړې، د بشر حقوق، د ښځینه و حقوق او د بیان ازادي یې مهم توکي دي د حدودو او شرعي حجاب مخه یې تل له همدې لارې نیولې ده.

امریکا او ناټو خپل ټول نظامي قوت په افغانستان کې و ازمایه، د بمونو مور، ډرون، کروز، بلیک هاک او کلسټر د بلیک واټر تر چتر لاندې د صفر یک او نورې قطعې کمانډو ځواکونه چې په تیرو شلو کلونو کې یې په زرګونو افغانان شهیدان کړل، زموږ ملي شتمنۍ یې لمنځه یو وړې، جید علماء کرام او سیاسیون یې را شهیدان کړل، ولې د افغانانو سرونه ټیټ نشول، امریکایانو ته نور خپل تلفات د زغملو نه و، د يوې سیاسي لارې چارې په لټه کې شول، د دوحې تاریخي تړون یې لاسلیک کړ چې د مسلمانانو او افغانانو په ګټه و، سره له ډیرو شهادتونو او تلفاتو یې د يوې بلې امپراطورۍ د نړولو ویاړ تر لاسه کړی و، د یادو اسلام دښمنو هیوادونو د نفوذ لرونکو ملکونو چې له مادي او جمهوري پلوه اوس بشپړ مستعمره شوي دي لکه پاکستان، ایران، ترکیه او هند چې تل یې یادو قوتونو ته چاپلوسي کړې او د هغوی د ګټو ساتنه یې کړې ده.

د مسکو غونډه همدغه راز یوه ناکامه هڅه وه، تر څو جمهوریت په افغانانو او په خاص ډول په طالبانو وتپي او د جمهوریت رنځور افغاني جوړښت ته اکسیجن ورکړي.

یاده دې وي چې د طالبانو مبارزه د اسلامي نظام لپاره او د خپل ولس د ساتنې په موخه وه چې د اسلامي امارت په نوم یې یو نظام درلودۀ او د هغه نظام لپاره یې ۲۰ کاله قربانۍ ورکړي دي.

د ستانکزي صاحب د وینا په تائيد چې نن ټول د سولې نارې وهي او حال داده چې تیر شل کاله هیچا هم د سولې لپاره ږغ اوچت نکړ، نن چې له پښو ولویدل او بادار یې د تېښتې په حال کې دی دوی د ۲۰ کلنو لاس ته راوړنو په نوم جمهوریت ته د کرزي او دوستم په څیر د درنښت چپنه ور اغوندي.

د دښمن دغه راز غونډې زموږ هدف او مسیر نشي غلطولای، موږ د اسلامي نظام او بشپړې خپلواکۍ په لټه کې یو او ددې هدف لپاره د جنګ تر څنګ د مذاکراتو هر جوړ میز ته درناوی لرو او د تېرو ۲۰ کلونو قربانۍ مو د هیرولو ندي او نه موږ ورباندې معامله کوو. جمهوریت پردی ترتیب دی، پردیپال دې په افغانستان کې ورته ناکامه کمپائن نه کوي.

طالبان یې باید په وړاندې جدي عکس العمل وښیي تر څو د ترکیه او نورې راتلونکې ناستی ناکامه او بې ګټې نشي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عطاءالرحمن ثاقب

د مسکو له غونډی یو ځل بیا دنياته ښه په ډاګه شوه چی داشل کاله امریکایانو اودهغوی ملګرو داسلامی نظام دختمولو لپاره مبارزه وکړه او په لسګونو افغانان یی په شهادت ورسول دمسکو په غونډه کی د امریکایانو او دهغوی چاپلوسانو دا ثابته کړه چې پر افغانستان باندې یرغل دالقاعده خلاف نه بلکه داسلامی امارت اسلامی نظریه نړول ؤ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx