شعـــــرونه

تر خاورو لاندې/ خالقيار احمدزی

خالقيار احمدزی

سپرلی به راشي خو جانان به وي تر خاورو لاندې
نوم به یې وي، خو دا نښان به وي تر خاورو لاندې

اوربند، اوربند به وي راغلی سپینه سوله به وي
خو د یتیم بچي پلار جان به وي تر خاورو لاندې

اوښکې به ډیرو ته خوښۍ نه سترغلو کې رغړي
ځینې به غم کړي، خوار ستومان به وي تر خاورو لاندې

قلم به هم یو څو نا اهلو ته میراث پاتې وي
غزل به ليکي، شاعران به وي تر خاورو لاندې

څوک به فاتح ددغه برم وي، څوک غازي او شهید
چې څو نوم ورکي اتلان به وي تر خاورو لاندې

ماښام به لمانځي، سپیده چاود به دوی لانه پیژني
جومات، منبر او خوږ آذان به وي تر خاورو لاندې

بیا به نړۍ کې د افغان د فِغان ځوګ نه ښکاري
چې د افغان ټول غلیمان به وي تر خاورو لاندې

بیا به د سوپر ځواک په مخ کې هم جهري غږبږو
په  ارګ کې دغه واکداران به وي تر خاورو لاندې

ستره شمله به یې یادګار وي خالقیاره آشنا
کتاب به وي خو طالب جان به وي تر خاورو لاندې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx