ټولنیزه برخه

مسلمه امت د تباهۍ په لور

منيب احمدزی

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ویناوو څخه دا چې (خیرالقرون قرني ثم الذين یلونهم ثم الذين یلونهم ثم الذين یلونهم…….) خیرالقرون زمانه هغه وه په کومه زمانه کې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم وجود مبارک وو.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې دنیا څخه رحلت وکړ. نو بیا د خیرالقرون زمانه د صحابه کرامو همداشان تابعین او تابع تابعین زمانه د خیرالقرون زمانه وه. نو د هغه نه را وروسته مسلمانانو کې په ډیره کمه اندازه د اسلام سره بی رغبتي پیدا شوه. نو دا رنګه ورو ورو په مسلمانانو کې همدې مرض سرایت وکړ.

دا سلسله جاري وه، تر څو چې اسلامي خلافت خپله د مسلمانانو له لاس څخه ړنګ شو. مسلمانان نور هم په دنیاوي عیش او عشرت باندې اخته شول. حتی دوی د دنیا محبت دومره واخیستل چې مسلمانانو خپل اسلامي چوکاټ نه جمهوریت ته سیکولریت ته او ډیموکراسیت ته ترجیح ورکړه. او د اسلام دین یی تنګ نظري او د فطرت خلاف وباله . او دا بعضې چې اوس دین اسلام ته عقیده لري دا هم هغه دین اسلام نه خوښوي کوم چې الله تعالی جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم په واسطه خلکو ته رالیږلی ده بلکه دوی دین اسلام ته په یوه نوي بڼه جوړښت ورکوي. چې هغه کې بعضې داسې شیان هم موجود دي. چې هغه خپله د اسلامي امورو سره په ټکر کې دي.

یو له هغه څخه لکه جهاد ته فساد ویل ښځو ته د اسلام له نګاه څخه پوره حق نه ورکول او هغه حقوق چې په هغه کې فحاشي بربنډتوب د ښځو وي هغه خوښول د بیان د ازادي په پلمه صریح دروغ ویل او د دنیا عصري تعلیم ته په دیني تعلیم ترجیح ورکول.
همدارنګه زمونږ مخکینی تاریخ چې په هغه کې مسلمان ملت فاتح وو. او کفر په ملا مات وو. نو هغه ته د ظلم رنګ ورکول . نو دا ټول د مسلمان ملت او د نوي نسل ته په ګووړه کې د زهرو ډک جام غوړپ کول دي. او دا ددې مسلمه امت د تباهي عمده اسباب دي. نو د هر مسلمان ته د خپلو بچیانو پالنه په داسې لحاظ سره پکار ده چې په دې دجالي فتنه کې ګیر نشي. د ماضي څخه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د صحابه کرامو رضوان الله تعالی علیهم اجمعین تاریخ او د نورو پخوانیو فاتحو ملتونو په صحي طریقه تشریح کول دي. او د دې موجوده زهرجنو تبلیغاتو درواغو څخه یی په ریښتني ډول لري کول. او دریم دا چې له راتلونکو فتنو څخه خبرول یی مهمه وجیبه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx