دیني، سیرت او تاریخ

نوروز د مجوسیانو اختر دی

فضل الهي

نوروز چې د لمریز کال لومړۍ ورځې ته ویل کیږي عموما په ایران او افغانستان کې د یو لړ خاصو مراسمو په نظر کې نیولو سره هر کال لمانځل کیږي، دغه لمانځنه د شریعت سره په ټکر کې ده او په دې اړه د اسلامی امت ډیرو علماؤ خپل نظرونه څرګند کړي دي او دا یی واضحه کړې ده چې نوروز لمانځل له مجوسیانو سره مشابهت دی، ځکه چې دا د مجوسیانو اختر دی او مسلمانان په هر کال کې یوازې دوه اخترونه لري چې خوشحالي پکې څرګند کړي او دغه دوه ورځې د قرآن او احادیثو په رڼا کې ولمانځي.

مګر نن ورځ په افغانستان کې نوروز لمانځل دومره رائج شوی دی چې اکثریت وګړي په ناپوهۍ سره دغه ورځ لمانځي او د اسلامی او اخلاقی اصولو خلاف اعمال ترسره کوي، چې په څرګند ډول له شرعی نګاه نه حرام دي چې د بیلګې په توګه به یوڅو ذکر کړو: د نوروز په ورځ نوې جامې اغوستل او په دې عقیده باندې قسم قسم خوارکونه کول چې د کال تر پای پورې به بیا همداسې نوې جامې واغوندو او همداسې خوراکونه به وکړو، او بیځایه مصارف کول، خپل ورځني کارونه ځنډول او رخصتی کول او په دغه ورځ لیرې پرتو سیمو ته چکر وهل، یو بل ته سوغاتونه ورکول او د خوشحالۍ اظهار کول.

دا واضحه ده چې په اسلامی شریعت کې هیڅ مسلمان له خوشحالۍ، نویو جامو اغوستلو او خوارکونو څخه نه دی منع شوی، مګر دا چې یو څوک د مجوسیانو سره مشابهت کوي او یا د هغوی په رسم او رواج پسې منډې وهي دا ښکاره خبره ده چې شریعت یې په قاطع ډول ممانعت کړی دی.

د اسلامی امت د علماؤ کرامو له نظره نوروز لمانځل په لاندې دلائلو سره حرام دي:
۱ـ وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۱۹﴾ سورت حشر، ژباړه: او تاسې مه کېږئ په شان د هغو کسانو چې الله تعالی یې هیر کړی دی ، نو الله تعالی له دوی څخه ځانونه هېر کړي دي او دا کسان پوره نافرمانه دي (یهود، نصارا، مجوسیانو او نورو کافرانو الله تعالی ).

۲ـ عَنْ أَبِي أُمَامَةَ الْبَاهِلِيِّ رضی الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :” مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ ، وَمَنْ أَحَبَّ قَوْمًا حُشِرَ مَعَهُمْ “
ژباړه: چا چې له کوم قوم سره مشابهت وکړ نو بیشکه د هغوی له جملې څخه دی او څوک چې کوم قوم سره مینه وکړي په ورځ د قیامت به له هغوی سره یو ځای د الله په حضور کې ودریږي، په دې اړه ابن تیمیة رحمه الله لیکلي دي چې مشابهت په عباداتو، عاداتو او اخترونو کې هم راځي نو ځکه د نوروز لمانځل هم د مجوسیانو سره مشابهت دی.

۳ امام البیهقی په سنن الکبری کې لیکلي دی، ژباړه: عمر فاروق رضی الله عنه وایی چې تاسې د اخترونو په ورځو کې د مشرکانو عبادتخانو ته مه ورځئ ځکه چې په دغو ورځو کې په دوی باندې د الله تعالی غضب نازلیږي.

۴- شیخ الاسلام ابن تیمیة رحمه الله په مجموع الفتاوی ۲۵ ج۱۴۷ ص کې د عمر رضی الله او عبدالله بن عمر رضی الله عنهما د روایاتو له ذکر کولو څخه وروسته لیکلي دي چې څوک د نوروز اعمال ترسره کوي نو د الله تعالی عذاب ته ځان وړاندې کوي او بیا یې د مجموع الفتاوي ۲۵ جز ۱۴۹ ص کې لیکلي دي چې د دغه ورځې په مناسبت چې کومې ذبحې او حلالې کیږي ناجائزه او حرامې دي او د ما اهل به لغیرالله او ما ذبح علی النصب حرمت کې داخل دي نو په دې ورځ غسل کول مېلې او د ماشومانو د لوبو او برخه اخیستل د نوروز په مېلو کې حرام دي بلکې ځینې علماء یې کفر ګڼي ځکه چې په دې کې د کفر د شعائرو تعظیم دی.

په هر صورت ټول مسلمانان باید د نوروز له لمانځلو څځه ډډه وکړي او نور هم ديته تشویق کړي ترڅو چې د نوروز له لمانځلو څخه لاس واخلي او د مجوسیانو سره مشابهت ونه کړي، او یوازې خپل اخترونه ولمانځي او د خوشحالۍ اظهار ورباندې وکړي، او د نوروز په ورځ د خپل عادی ژوند بغیر له کوم تغیر څخه وکړي او د نوروز په نوم د هیڅ اعمال نه ترسره کوي ترڅو چی الله تعالی او د هغه رسول ورنه راضي شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx