افغانستان

هرات: د دولتي عسکرو لخوا په ډزو کې ۲ ماشومان «شهیدان» شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۰ل): د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا پر ملکي خلکو د ډزو پایله کې ۲ تنه ماشومان «شهیدان» شوي دي.

دا پېښه وړمه ورځ د شینډنډ ولسوالۍ په «شهرودک» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو په «شهرودک» سیمه کې د «کولي» سیمې اوسېدونکي عبدالقیوم ولد آغا پر فلډر موټر ډزې کړي، چې له امله یې موټر زیانمن شوی او په کې سپاره ۲ تنه ماشومان په «شهادت» رسېدلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر د ملکیانو په موټر ډزې کوي او ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي، بلکې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا پر ولسي خلکو ورته بریدونه زیات شوي، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx