افغانستان

بلخ کې ۳۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۰ل): طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې داځل ۳۰ تنه دولتي عسکر او پولیس د بلخ ولایت په مربوطاتو کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه ددغو تسلیم شوو دولتي عسکرو او پولیسو شهرتونه هم خپاره شوي او داچې د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون لخوا یادو تسلیم شوو عسکرو ته ضمانت کارتونه هم ورکړل شوي دي.

طالبان وايي، چې یاد تسلیم شوي عسکر د بلخ ولایت د خاص بلخ، چهاربولک، دهدادي، شولګرې او دولت اباد ولسوالیو مربوط دي.

په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو بشپړ وتلو ته یوه نیمه میاشت پاتې ده او په قطر کې د افغان جګړې د خاتمې لپاره پیل شوي بین الافغاني مذاکرات هم د پرمختګ په حال کې دي، طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ سلسله چټکه شوې، چې نږدې هره ورځ لسګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي؛ خو دا په تیره یوه اونۍ کې تر ټولو زیات شمېر مسلح دولتي عسکر دي چې طالبانو ته د تسلیمۍ خبر یې ورکړل شوی دی.

د تیرکال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته په زیات شمېر کې دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي، تیره میاشت هم شاوخوا ۱۵۰۰ دولتي عسکر او منسوبین طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx