افغانستان

کمانډو عسکرو په ننګرهار کې یو ښوونځی په بمونو الوزولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې دولتي عسکرو یو ښوونځی په بمونو الوزولی او ویجاړ کړی دی.

د سیمې خلک وايي، وړمه شپه د صفر دوه قطعې اړوند کمانډو عسکرو د خوګیاڼو ولسوالۍ په «سورډاګ» سیمه کې د تصفیوي عملیاتو په پلمه د خلکو په کورونو چاپه ووهله، چې تر ۲۴ ساعتونو پورې یې خلک په خپلو کورونو کې بند کړي وو.

د خلکو په خبره په دغه مهال یادو ځواکونو د خلکو کورونه تلاشي کړي، قیمتي توکي او نغدې روپۍ یې غلا کړي او د «سورډاګ» ښوونځی یې هم په بمونو الوزولی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر ښوونځي او کلینیکونه بمبار او ویجاړوي، بلکې تردې وړاندې هم د ننګرهار، بلخ، بغلان، میدان وردګ په شمول ګڼو ولایاتو کې دولتي عسکرو ښوونځي، کلینیکونه او عامه ځایونه په بمونو او توپچي بریدونو کې ویجاړ کړي او خلکو ته یې مالي زیانونه هم اړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx