
افغانستان
لغمان کې د ریکشا یو چلوونکی د دولتي عسکرو لخوا «شهید» شوی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۰ل): پر ولسي خلکو د بریدونو په دوام دولتي عسکرو بیګا ماښام د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې یو ملکي کس په ډزو ویشتلی او «شهید» کړی دی.
د سیمې خلک وايي، د دولتي عسکرو لخوا «شهید» شوی کس قطیب الله نومیږي، چې د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو په خاطر یې رکشه چلوله او هیڅ دولت ضد فعالیت کې یې لاس نه لرلو.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا پر ملکي خلکو د هوايي او مخامخ بریدونو کچه زیاته شوې، چې ورسره د ملکي تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.
وړمه ورځ د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې هم دولتي عسکرو پر یو موټر ډزې وکړې، چې له امله یې دوه ماشومان «شهیدان» شوي وو.