افغانستان

جلال آباد ښار کې پرلپسې چاودنو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي په جلال آباد ښار کې د پرلپسې څلورو چاودنو له کبله ۷ تنو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکوي.

د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان وايي، لومړۍ چاودنه نن سهار اووه بجې د دویمې ناحیې اړوند کونړي مارکیټ مخې ته شوې، چې په کې یو ملکي کس ټپي شوی دی.

نوموړی زیاتوي، دویمه چاودنه تر لومړۍ چاودنې نیم ساعت وروسته (۷ نیمې بجې) د څلورمې ناحیې اړوند کرنې ریاست مخې ته شوې، چې په ترڅ کې یې د ښاروالۍ د پاک کارۍ یو کارمند وژل شوی او بل ټپي دی، دغه راز درېیمه چاودنه د لومړۍ ناحیې کلچه فروشۍ کوڅه کې شوې چې له امله یې د ښاروالۍ د پاک کارۍ دوه تنه کارمندان ټپيان شوي دي.

د فریدخان په خبره څلورمه چاودنه همدغه ځای کې د ښاروالۍ په موټر هغه شوې، چې د لومړۍ چاودنې د ویجاړۍ خاورې خځلې یې انتقالولې.

هغه وايي، په څلورمه چاودنه کې د ښاروالۍ دوه تنه اجیران ټپيان شوي او یو موټر هم زیانمن شوی دی.

د نوي ۱۴۰۰ لمریز کال په لومړۍ ورځ په جلال آباد ښار کې په داسې مهال څلور پرلپسې چاودنې رامنځته کیږي، چې نن یکشنبه په ټول افغانستان کې د نوروز د جشن او سبا دوشنبه د بزګر دورځې په مناسبت عمومي رخصتي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx