افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني: سولې ته نږدې کېږو، د قدرت لپاره نه یم راغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ وری، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې د امریکا د متحده ایالاتو‌ په هڅو د افغان سولې پروسه چټکه شوې او د لنډمهالي حکومت د جوړېدو اوازې ګرمې شوي‌ دي؛ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، سولې ته نږدې شوی دی او د سولې د تامین په صورت کې د واک قرباني کولو ته چمتو دی.

غني‌ چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د نوي کال د لومړۍ ورځې په مناسبت رابلل شوې ناستې ته یې خبرې کولې وویل، چې د سولې تامین او د جګړو او وینې توییدنې درېدو ته فاصله په لنډېدو ده او دی ددې لپاره نه دی راغلی چې خپل واک او قدرت وساتي «زما دريځ خو درته معلوم دی، زه د قدرت لپاره نه یم راغلی.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د طالبانو جګړه مشروعیت نه لري او نه هم څوک کولای شي‌ چې د نورو د «وروڼو او خویندو» د وژلو مشروعیت چاته ورکړي.

د غني‌ له قوله، خوښ دی چې په تېر یوه کال کې هيڅ بهرنی پوځي د طالبانو له لوري نه دی وژل شوی؛ خو په خبره یې، له «افغان امنیتي‌ ځواکونو» سره دې هم جګړه ودرول شي.

نوموړي ددې تر څنګ ادعاء وکړه، چې په خپل پلرني کلي «د لوګر په سرخاب» کې یو اسلامي‌ مرکز جوړوي او لګښت یې له خپلې شخصي شتمنۍ ورکوي.

غني‌ په کوزه پښتونخوا کې د غني خان د مقبرې د جوړېدو خبر هم ورکړ او یاده یې کړه، چې پلان لري د پاچا خان د عدم تشدد فلسفې سلمه کلیزه ولمانځي.

د غني‌ پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي‌، چې په دې وروستیو کې د افغان سولې په تړاو هڅې چټکې شوې دي او ښايي‌ د راتلونکې میلادي میاشتې په دوران کې د ترکیې په استانبول ښار کې د افغان سولې‌ په تړاو مهمه ناسته راوبلل شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تور سپین

غنى اصلأ ددى خاورى نه دى. دى خپله اقرار کوى او وايى” د قدرت د پاره نه يم راغلى” . مطلب داچى دى پردى او دبل ملک څخه راغلى دى. او افغانستان نه دده وطن دى او يوازى دى يو معاشخوره د بل ګوډاګى او يو قرار دادى دى لکه هغه نور چه په صفر قطعو کى تنظيم شوى دى او دا قرار داديان د مختليفو ملکو دى. غنى زيږدلى افغان، مګر دى د بين المللى خونخواره مسلمان ضدامپرياليزم ماشين يوه پرزه ده. او دى يوازى اوآمر پر ځاى کوى او بس. اوس امر ورته وسو چه ستا د خدمت… نور لوستل »

Adam Khan

What about this.

I am not going to leave Arg without election. It was not easy to take 6 months during the election and cheat on the nation to grab the power

ZI ZI BADIZO TA BA RAZI

What a shame

ګل احمد

ملګرو دا سړی سایکوپات (psychopath) دي. زه په اونۍ کي دومره اودستونه نه تازه کوم څومره ځله چي دی خپل دریځ او عقیده اړوي. یو وار یې د جګړې د لاري هدف ته رسیدلو خبري کولې، کله چي افغانانوزور ورښکاره کړ بیا یې د طالبانو سره د اوربند خبري پیل کړې څو د طالبانو سره اوربند وروسته د ولس په وړاندي په خلاص ټیغ چګړه وکړي. کله چي طالبان او افغان ولس په پوه سول او ځواکونو یې پر له پسې پراخي سیمي د لاسه ورکړې. بیا یې د نوو ټولټاکنو شوډنګ راوایستی. اوس بیا هلته د صلحي خبري کوي… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x