
د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۰ل): د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر «لویيډ اسټين» په ناڅاپي سفر کابل ته رارسېدلی دی.
یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې نوموړی به په کابل کې د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره وویني او د افغان سولې پروسې او نورو اړوندو مسایلو په اړه به ورسره وغږېږي.
دغه سفر داسې مهال دی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وخت رارسېدلی او ټول امریکایي او ناټو عسکر باید د می میاشتې تر پيلېدو پورې افغانستان پرېږدي.
ورته مهال واشنګټن د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون ارزونه هم روانه کړې او د افغان سولې بهیر د چټکتیا هڅې یې پيل کړې دي.
طالبان ټينګار لري، چې ټول بهرني عسکر باید د دوحې له تړون سره سم افغانستان پرېږدي؛ خو یو شمېر غربي رسنۍ وایي، بایډن په افغانستان کې د شپږ میاشتو لپاره د خپلو پوځیانو د حضور په تمدید غور پيل کړی او په نږدې راتلونکې کې به په دې تړاو خپله پرېکړه واوروي.
په قطعى ډول نور دفوج تمدىد دمنلو ندۍ آىا کفار زموږ دملت له قطلعامه دجناىت کاره حکومت په واسطه لذت اخلى اوموږ اجازه ورکړو
چی دا تور خر به غنی ته څه ووایی او څه نظر او پیشنهادونه به ورته ورکړی؟ آینده جنګ ته هم غنی، دوستم او ایران پلوه هزاره ګانو هم ځانونه تیار کړی. په میدان وردګو کی د علیپور فاطیمون جاسوسانو د حکومت الیکپتر الوتکه په رهبری شوی راکت رانسکوره کړه. داسی معلومیږی چی هزاره ګانو له ایران څخه ډیری پیشرفته وسلی تر لاسه کړی او کچیری دا حکومت همداسی ادامه پیدا کړی دوستم او شمالی ټلواله به هم خپلی زیرمی د ځمکی څخه را وباسی او وطن به یو وار بیا په اړ او دوړ تبدیله کړی. دا ځلی د… نور لوستل »