نظــر

نوروز او مهرجان؛ په منځنۍ اسيا کې د کفري رسوماتو پخواني بتان

م – الياس فاتح

سريزه:
دا په  هر  مسلمان لازمه ده  چې د ژوند په  هر ه برخه کې  د  رسول الله ﷺ پيروي وکړي؛ چې پر څه  يې  امر کړی؛ پرځای يې کړي او چې له کوم څه  يې منع  فرمايلې؛ ځان ترې وساتي او حرام يې وګڼي.

په دې اړه  د کايناتو سترڅښتن فرمايي: «  وَما آتاكُمُ الرَّسُولُ  فَخُذُوهُ وَما نَهاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا »  [الحشر:7].
ژباړه: او د څه شي چې رسول -صلی الله علیه وسلم- تاسو ته امر کوي هغه کوئ او له  څه شي څخه  مو چې منع کوي ؛ د هغه څخه منع شئ!
او  د لا زيات وضاحت په پار  متعال خدای فرمايي: {مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللَّهَ  } [النساء:80] ژباړه: چاچې د رسول  اطاعت وکړ، بې شکه  هغه  د الله تعالی اطاعت وکړ.

رسول اکرم -صلی الله علیه وسلم – تر رحلت مخکې موږ ته  الهي دين مکمل کړی او  د  ژوند هرې  لارې  حلال او حرام ؛ دواړه يې  راته  ښکاره او واضح  پرېښودلي دي.

په دې لړ  کې د خوشالۍ  لمانځنو او  نه لمانځلو ورځې هم په نبوي ارشاداتو  او منهياتو کې د لمر په څېر روښانه دي، چې دلته  ترې د نوروز ورځې د نه لمانځنې نغوته کوو:
د نوروز ورځې  تجليل او لمانځنه، د نوروز مبارکي،  د نوروز  په  مناسبت خوراکونه، اووه ډوله ميوې، لباسونه، ډالۍ ، رخصتي کول، خپل ورځني کارونه ځنډول او  مېلو ته تلل که له يوې مخې په دې دليل قطعاً حرام دي چې   نوروز د مجوسیانو اختر دى،او په لمانځنې  يې د مجوسي کفارو سره مشابهت راځي، او د دې سربيره هغه جاهلي او خرافاتي رسمونو تجليل راځي، چې د اسلام د مقدس دين په راتګ سره مردود او باطل ګرځول شوي ، ترڅنګ يې له اسلامي بريده تجوز  هم ګڼل  کېږي، چې اسلام  موږ ته فقط دوه [ فطر او قربانۍ] اخترونه راښودلي. او  د غير مسلمو سره مشابهت په اړه  رسول الله ﷺ  داسې  فرمایلي: «مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ» (رواه ابوداؤد). يعنې هغه څوک چې له یو قوم سره مشابهت کوي؛ نو دی هم د هغو څخه دي.  او دا مشابهت په عباداتو، عاداتو او اخترونو کې هم راځي، نوله دې کبله هم  نوروز لمانځل حرام دي چې د مجوسيانو او کافرانو سره مشابهت راځي.

له بلې خوا رسول الله – صلی الله عليه وسلم- په ډاګه د نوروز ورځ  لمانځل منع  او حرام ګرځولي، چې  ابوداود شريف داسې روايت کړی:
عَنْ أَنَسٍ قَالَ قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم الْمَدِينَةَ وَلَهُمْ يَوْمَانِ يَلْعَبُونَ فِيهِمَا فَقَالَ «مَا هَذَانِ الْيَوْمَانِ؟». قَالُوا: كُنَّا نَلْعَبُ فِيهِمَا فِى الْجَاهِلِيَّةِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم: «إِنَّ اللهَ قَدْ أَبْدَلَكُمْ بِهِمَا خَيْرًا مِنْهُمَا يَوْمَ الأَضحَى وَيَوْمَ الْفِطْر».   و في مرقاة وهما يوم النيروز ويوم المهرجان. [  ج٣، ص٢٩٣] ژباړه: له انس – رضي الله عنه – څخه روایت دی، چې کله  نبي کریم ﷺ مدینې منوري ته تشریف راوړو، د مدینې خلکو دوه ورځې درلودې (یوه د مهرجان او بله د نوروز) چې په هغې کې به یې لوبې کولې. نبي کریم ﷺ ورته وفرمایل دا د څه شي لوبې تاسوکوئ؟ د مدینې منورې خلکو ورته وویل : مونږ به د جاهلیت په دوران کې په دې دوه ورځوکې لوبې کولې. بیا نبي اکرم ﷺ ورته وفرمایل چې الله تاسې ته ددې دوو  ورځو په بدل کې دوه نورې بهترې ورځې درکړي چې یوه د لوی اختر ورځ او بله د کوچني  اختر ورځ ده.
بس همدا نبوي حديث د ټولو مسلمانانو د لارښوونې لپاره بسنه کوي.

دا چې له بده مرغه په افغانستان کې د کفري فکري يرغل راتګ سره دلته داشغال په سيوري کې ځينې داسې وګړي روزل  شوي چې اوس ورته  د اسلام او کفر ترمنځ   حدود هم  عادي برېښي او چې څومره د اسلام له دايرې څخه د شيطان په رسۍ کې کشول کېږي هومره ځان ته روشنفکر او هوښيار وايي، او د اسلامي ارشاداتو او فرموداتو په مقابل کې  د شيطان غلط منطق او  د لاعقله عقلي  وايرس خپروي ؛ د دغسې لار ورکو او غولېدلو اشخاصو لپاره بيا د سترعالم او اديب شهيد مولوي اخترمحمد زاهد – تقبله الله- دغه  رساله  « نوروز او مهرجان د شريعت په هنداره » [الؤلوؤ والمرجان في قبائح النيروز والمهرجان]  د نوروز او مهرجان ورځو د غندنې په اړه داسې لالونه او مرغلرې دي چې  د دغې ورځې شاليد،تاريخ، رامنځته کېدل، او د دې   ورځې د تجليل او لمانځنې حراموالي او کره  شرعي دلايلو يې رد… له يوه پلوه د پورتنيو فاسدو عناصرو د وايرس سرايت مخنيوی کوي او له بله پلوه  نورې ګڼې فايدې هم لوستونکي ته وربښي.

مسلمانه لوستونکيه !
هيله ده چې زموږ سره د دې ګټورې  علمي، اصلاحي او کلتوري پانګې نه  ګټه پورته کړې او په خپله اسلامي خاوره  د کفري افکارو ، رواياتو، اعمالو مخه ډب کړې او د دغو کفري رسوماتو چټلو بتانو څخه چې له پخوا څخه په منځنۍ اسيا کې راپاتې دي؛ خلک يې له لمانځنې او تجلیل څخه منع کړې  او خپلو پرګنو او وطنوالو لپاره د اسلاميت او افغانيت په سکون بښونکې  فضا کې د سپېڅلي او خوشاله ژوند  تېرېدلو  شرايط مساعد کړې.

په اسلامي، افغاني او کلتوري مينه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx