نړۍ

ترکيه: په افغانستان کې تلپاتې او عادلانه سوله غواړو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۰ل): د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې انقره په افغانستان کې د روانو جګړو او وينې توېدو مخنیوی غواړي او هڅه کوي، چې د مذاکراتو له لارې تلپاتې او عادلانه سولې ته ورسيږي.

د ترکيې په بهرنيو چارو وزارت کې د سويلي اسيا د څانګې مسؤول رضا هاکان تکين اناضول خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ويلي، د مسکو پهکوربه‌توب د افغانستان سولې په اړه ناسته د امريکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ جوړه شوې وه.

نوموړي د مسکو په ناسته کې له ګډون وروسته رسنيو ته وويل، د دوحې تړون د مذاکراتو بنسټ دی، دا هوکړه د سولې پر لور لومړنی ګام و او افغان جهتونه بايد په دې اړه نور پرمختګونه وکړي.

دغه ترکي ډيپلوماټ له ټولو ښکېلو اړخونو هيله کړې، چې نوې جګړې او بريدونه پيل نه کړي.

تر دې وړاندې د مسکو په ناسته کې هم چين، پاکستان او روسيې غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو په شمول ټولې ښکېلې خواوې بايد نوي عمليات پيل نه کړي، خو تر اوسه هم په افغانستان کې جګړې روانې دي، حکومتي عسکر هوايي او ځمکنۍ جګړې کوي او د خلکو پر کورونو چاپې وهي.

رضا هاکان تکين د خپل هېواد په استازولۍ د افغانستان سولې په اړه د نړيوالو هڅو ستاينه کړې او هيله يې ښکاره کړې، چې په لنډ وخت به کې يوې ښې پايلې ته ورسيږي او په افغانستان کې به د جګړې ټغر ټول شي.
نوموړي ويلي، د مسکو ناسته مذاکرات نه بلل کيږي، بلکې د نظرونو د تبادلې يو فرصت و او له همدې امله موږ په کې ګډون وکړ، تر څو د سولې په اړه له نوو پرمختګونو خبر شو او د نظرونو تبادله وکړو.

هغه زياتوي، چې ټول لوري بايد د ځمکنيو حقايقو په رڼا کې څرګندونې وکړي، د سولې په اړه پرمختګونه چټک نه وي، موږ بايد له زغم او صبر څخه کار واخلو او په ښه نيت د سولې روانو خبرو پایلو ته سترګې پر لار پاتې شو.

د افغانستان سولې په اړه د ترکيې راتلونکې ناستې په اړه رضا هاکان تکين وويل، چې په راتلونکې اپرېل مياشت کې به د ترکيې ناسته تر نورو ځانګړې او ګټوره وي؛ ځکه چې افغان لوريو په خپله د دې ناستې لپاره خپلې طرحې تيارې کړي او دا هم ممکن ده، چې د روانو خبرو پر بنسټ ټول لوري يوې نهايي پرېکړې ته ورسيږي.

د يادونې وړ ده، چې تېره پنجشنبه مسکو د افغان سولې په اړه د روسيې، متحده ايالتونو او چين د درې اړخيزې ناستې کور به و او په دغه ناسته کې د ترکيې، قطر، پاکستان، افغان حکومت او طالبانو استازو هم ګډون درلود.
ټاکل شوې، چې د راتلونکې اپرېل مياشت کې د ترکيې په استانبول ښار کې د افغانستان سولې په تړاو مهمه ناسته وشي او ويل کيږي، چې دغه ناسته کې به د راتلونکي حکومت په اړه مهمې پرېکړې وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

داسی فکرونکۍ چه ترکیه یواسلامی ملک دۍ دطالباداسلامی خواهشاتوطرفداری به وکی تاسوبه ددوستم رغبړ له طیت اردوان سره لیدلی وی چه دمسلمانانولوی قاتل اوپه کانټنروکی دطالباسوځل ټولی دنیاته معلوم دی ماله جرمنی موټرانقری ته راوستۍ ماښالانه ووروا ماکوښښ کاوۍ چه دماښام دپاره یومسجدپیداکم دماښام تررواکیدومی وځغستل نه می کۍ پیدانژدی وولمونځ راڅخه کذاسوی وای آخرمی یومسجد پیداکۍ په لندن اوامریکاکی مسجدونه نسبت ترکیی ته ډیردی دغه طیب اردوان چه اسلام اسلا لری دغه سیاست دی مادمسلمانانو داتحاد څوپیشنهاده ورته وکړل هیڅ غوښتنه یی نکړه قبوله په اول کی ارتباط راسر ونیوۍ لاکن دعمل پرځای یی روابط قطع کړل ،زماپه فکرکفارددغه… نور لوستل »

طوطی

ازما چی طالبانو سره چندا جوړه نده، خو چی نن می مشر ځوی تلویزیون نه د نوروز خپرونه لیدله ناڅاپه یو درز شو ما ویل چی خدای مکړه کوم راکټ په کور ولګید. راکت نه وه، ځوی می تلویزیون باندی جهاد وکړ او تلویزیون یی میده میده کړ. پری غږ می وکړ چی ولی بس همدا چغی یی وهلی چی نور دی الله طالبان راولی د تلویزیون تاوان زه درې چنده ورکوم خو نغواړم چی دا فساد نور زمونږه کور کی ووسی. په ظاهر ډیر پری غوسه شوم خو په زړه کی می له خوښی صرف یو الله خبر وه.… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx