نړۍ

د خیبرپښتونخوا د روغتیا وزیر نمایشي لیدنه، په رغتون کې د مریض له پاسه تیریږي – ویډیو

نن ټکی آسیا (سه شنبه، چنګاښ ۲۴مه ۱۳۹۳): د خیبرپښتونخوا د روغتیا وزیر شاهرام ترکی په بنو کې د یوه روغتون د نمایشي لیدنې پر مهال د یوه مریض له پاسه تیریږي. په دغه روغتون کې زیات شمېر مریضان د وزیرستان مهاجرین دي.

هغه ویډيو چې د پاکستان مشهور تلویزوني کانال جیو لخوا خپره شوې، په کې ښودل کیږي چې نوموړی په خورا بې پروايۍ د یوه مریض وزیرستاني چې په لاره کې بې حاله پروت دی، له پاسه اوړي. د نوموړي سره لسګونه نور ډاکتران او چارواکي هم ددغه بې حاله مریض له پاسه اوړي.

د یادونې وړ ده چې دغه کلیپ هغه مهال ثبت شوی چې د روغتیا وزیر شاهرام ترکی د بنو خلیفه ګل نواز روغتون ته د وزیرستاني مهاجرینو مریضانو پوښتنې ته تللی و.

د پوځي عملیاتو له امله تر دې مهاله شاوخوا یو میلیون وزیرستاني مهاجر شوي، چې د وروستیو راپورونو له مخې یې ۵ لکه کسان په بېلابېلو مریضیو اخته شوي دي.

ویډیو کتلو لپاره په لاندې لینکونو کلیک کړئ:

یوټیوب

د خیبرپښتونخواد روغتیا وزیر نمایشي لیدنه

ډیلي موشن

{http://www.dailymotion.com/video/x21ct1i_geo-reports-12-jul-2014-minister-ignores-idps_news}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x