افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني د امریکا له دفاع وزیر سره د افغان سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د امریکا د متحده ایالاتو له دفاع وزیر «لویډ اسټین» سره لیدلي او د افغان سولې او سیمه ییز امنیت په اړه ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې اسټین له «ترهګرۍ سره د مبارزې» په برخه کې د دولتي عسکرو «قربانۍ» وستایلې او د سولې په اړه د بحث تر څنګ دواړو لورو په افغانستان کې د جګړې د شدت په لوړې کچې اندېښنه وښوده.

خبرپاڼه کې زیاته شوې «د افغانستان د اوسني وضعیت دایمي حللاره عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل دي او د امریکا دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د امریکا متحد ایالتونه په دې برخه کې د افغانستان حکومت سره همکاري کوي.»

ورته مهال د امریکا د دفاع وزیر پر ټویټر لیکل شوي، چې له اشرف غني سره لیدنه یې له لاسته راوړنو ډکه وه او دا به په واشنګټن کې د افغانستان په تړاو د امریکا د پالیسي د ارزولو په برخه کې مرسته وکړي.

د امریکا دفاع وزیر چې په لومړي ځل په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راځي، تر دې  وړاندې  یې د هند په ګډون په منځني ختيځ کې له ځینو هیوادونو لیدنه کړې وه او هلته له ځایي چارواکو سره د افغان سولې په اړه غږېدلی و.

د نوموړي سفر داسې مهال دی، چې واشنګټن د طالبانو او امریکا تر  منځ د لاسلیک شوې  توافقنامې ارزونه پیل کړې  او ښایي په لنډ وخت کې د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه خپله پالیسي  اعلان کړي.

ورته مهال د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو موده هم رانږدې شوې او د دوحې له تړون سره سم ټول عسکر  باید د می میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي.

طالبان ټینګار لري، چې ټول بهرني پوځیان باید له تړون سره سم د «می» میاشتې  تر پایه ووځي؛ خو یو شمېر غربي رسنۍ وایي، بایډن د خپلو امنیتي چارواکو په سپارښته په افغانستان کې  د شپږو میاشتو لپاره د خپلو پوځیانو د حضور په تمدید غور پیل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x