ټولنیزه برخه

ځوانان باید په “بې معنا” خبرو خپل قیمتي وخت مصرف نه کړي!

تميم تکل

امام ابوداود -رحمه الله- لیکلي دي:
“ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم پینځه سوه زره ۵۰۰۰۰۰ حدیثونه لیکلي دي. بیا مې له هغې جملې څلور زره اته سوه ۴۸۰۰ حدیثونه په خپل کتاب کې راوړي دي. د دغو ټولو حدیثونو له جملې نه، یوازې څلور د انسان د دین له پاره بس دي:

۱ . انمالاعمال بالنیات/ د ټولو عملونو دار مدار پر نیتونو دی[هر څه په نیت پورې تړلي دي.]

۲ . من حسن اسلام المرء ترکه ما لایعنیه./ د انسان د ښه اسلام نښه ده چې عبث شیان پرېږدي.

۳. هېڅ انسان تر هغه پورې کامل مؤمن نه شي کېدی چې څه د ځان له پاره خوښوي، د بل مسلمان ورور له پاره یې هم خوښ نه کړي.

۴ . حلال واضح او ښکاره دي او حرام هم واضح او ښکاره.”

دلته په دویم مورد کې وینو چې له عبثو، بې معنا، بې نتیجې او بې کاره خبرو، کارونو، کړنو او لیکلو نه ډډه کول زموږ د اسلام د کمال نښه ده. او په درېیم مورد کې یې وینو چې مسلمان په ټولو امورو کې صادق وي. که دی غواړي چې وخت یې ذخیره شي او په بې ځایه مسایلو خپله قیمتي سرمایه ضایع نه کړي، نو د نورو له پاره هم د وخت د ضیاع سبب نه گرځي.

امام غزالي خپل شاگرد ته:
“چې څنگه په عبثو او بې معنا کارونو بوخت شوې، مانا یې دا ده چې الله تعالی له تا نه مخ اړولی دی.”

نو:
زموږ عمر که ډېر وي اویا کاله. دېرش یا پینځه ویشت خو تیار تېر شوي دي. شل کاله به په خوب، لس به په خوراک/ څښاک او سیاحت او نور به په عبثو کارونو ضایع شي؛ مسؤولیتونه، درانده بارونه او مجبوریتونه به څنگه شي؟
سبا چې د مرگ قاصد راته ولاړ وي او زموږ لاسونه هم تش وي، سخت زوړ غواړي او پښېمانتیا بیا گټه نه لري.

1 . جویدي، دوکتور دروېش. (۱۳۸٦ ل). احادیث قدسي./جهانگير ولدبيگي. کردستان. ۲۰
2 . يامين، محمد. (۲۰۱۳ز). احاديث قدسيه. / ع. ضياءالرحمن. مکتبة قاسمیه، ۲۰

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x