افغانستان

دولتي عسکرو په قصدي توګه ۶۵ ولسي وګړي «شهیدان» کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱ وری، ۱۴۰۰ل): د دولتي عسکرو لخوا په قصدي توګه د ملکیانو په نښه کولو په لړ کې طالبانو یوځل یاد عسکر تورن کړي، چې په تیرو ۲۱ ورځو کې یې ۶۵  ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا رسنیو ته استول شوې، تیرو درې اونیو کې دولتي عسکر د هېواد په شلو ولایاتو کې د ملکي خلکو پرضد د ۷۵ ځله هوايي او ځمکنیو بریدونو شپنیو چاپو او ډرون بریدونو په ترسره کولو تورن شوي دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې د دولتي عسکرو په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۵ تنه ولسي وګړي «شهیدان» شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان دي او ترڅنګ یې ۲۸ تنه ملکیان د یادو عسکرو لخوا بندیان شوي هم دي.

ددې سربیره د دولتي عسکرو په بمبارونو، چاپو او توپچي بریدونو کې د یو باب ښوونځي، ۲۵ بابه دوکانونه او ۷۹ بابه استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

طالبانو د دولتي عسکرو لخوا ددغو «وحشتونو» غندلو ترڅنګ په نړیوالو بشري او حقوقي سازمانونو غږ کړی، چې د کابل حکومت دغو «جنایاتو» د بندولو پرضد اواز پورته کولو سره خپل مسئولیت ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبانو ته: عسکرو ډیر بد کړی. اوس ټول پوهیږی چی غنی د سولی خنډ دی. ما ویل چی ولسی وګړی یی په بهسودو ولایت میدان کی مړه کړی. هغوی خو دی ټول ووژل شی د فاطمیون ځامن. اوس هغوی د هزارستان مقاومت شروع کړی چی دا ټول د خرزی له لاسه چی هزارګانو ته یی وخت ورکړ. د هزاره جنګ له حکومت سره خلک اوس دی ته اړ کړی چی ووایی طالبان دی الله یو وار بیا راولی چی دا لنډغران مردار کړی او د شر او فساد ټغر ورټول کړی. یو چکر د طالبانو راتګ ضروری دی خو نه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx