شعـــــرونه

زمونږ د ژوند په شپه راغلې سپوږمۍ/ کاروان

پيرمحمد کاروان

زمونږ د ژوند په شپه راغلې سپوږمۍ ستړې مه شې
رڼا رڼا شې څوارلسمې پېړۍ ستړې مه شې

د جګړې دېو له پښو نه و غورځوه شابه شابه
د مینې امن د ارم ښاپېرۍ ستړې مه شې

ټک ټک دې اورمه ټک ټک دې صدقه صدقه
زما د زړه پر دیوال ناستې ګړۍ ستړې مه شې

شېبې دې ګل ګل شه، نغمې شه په کې موسکې د ژوند
خونړۍ مه شې د ګلونو نړۍ ستړې مه شې

که امن سوله جوړه راشي ورته دا به وایم
هلکه ستړی مه شې ته هم جلکۍ ستړې مه شې

نیمه پېړۍ په سپېره باد کې رپېدې رپېدې
یه د ایشیا د زړه د تاخ ډیوه ګۍ ستړې مه شې

څلور لسیزې د جګړې په اور کې پلې راغلې
له زغم دې جار شم د کاروان شاعرۍ ستړې مه شې

۱ حمل ۱۴۰۰ هجري شمسی ، خوست توره وړۍ
۱۴۰۰ هجري شمسي کال دې د مینې او جمال خالق افغانانو او درستې نړۍ ته د مینې او امن کال وګرځوي. آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx