
د کمپاین عسکرو په خوست کې یو ولسي بازار نړولی او ۴ تنه ملکیان «شهیدان» کړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۰ل): د کمپاین په نوم ځانګړو دولتي ځواکونو د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې یو ولسي بازار نړولی او څلور تنه ملکي وګړي یې «شهیدان» کړي دي.
د صبریو ولسوالۍ ځايي خلک وايي، د کمپاین عسکرو پرون د یکشنبې په ورځ ددې ولسوالۍ د «مکتب» سیمې بازار کې د خلکو ګڼ دوکانونه لومړی لوټلي او بیا یې نړولي، چې له امله یې خلکو ته ملیونونه افغانۍ زیان اووښتی دی.
ددې ترڅنګ د کمپاین عسکرو په بازار کې دننه په عامو خلکو ډزې هم کړي، چې په ترڅ کې یې ۴ تنه ولسي وګړي «شهیدان» شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د کمپاین عسکر په خوست او لویې پکتیا کې د ولسي خلکو دوکانونه نړوي او ملکیان «شهیدانوي» بلکې تردې وړاندې هم یادو عسکرو د ملکیانو پرضد ورته بریدونه ترسره کړي دي.
دوه اونۍ وړاندې هم د کمپاین عسکرو د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ د ولسي خلکو په کورونو ۲۴ ساعته چاپه ووهله، چې د سیمې خلکو یې په وړاندې پاڅون وکړ او سخته جګړه ونښته.
په دغه چاپه کې ۸ تنه ولسي وګړي «شهیدان» شوي وو او د خلکو او طالبانو په ځوابي بریدونو کې د کمپاین ۲۵ تنه کمانډو عسکر مړه او یو شمېر نور ټپیان وو.
د سي ای اې له خوا حمايه کیدونکې ملېشې (کمپاین عسکر) چې د خوست ساتندوی ځواک باندې شهرت لري، د امريکا له خوا په افغانستان کې تر ټولو اغېزناک نظامي تشکيل بلل شوی، د بشري حقونو ټولنو له خوا پر وحشيانه او غيرقانوني کړنو تورن شوی دی. ځينې وايي چې ياد نظامي جوړښت او دوی ته ورته ملیشه یې جوړښتونه په افغانستان کې، که د زرګونو نه وي، نو لږ تر لږه د سلګونو بې ګناه خلکو د وژنې مسئولیت لري.