نړۍ

د کليساګانو د اړيکو مسؤول: عیسايان کولی شي، د محمد «ﷺ» په نبوت اقرار وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۰ل): په سويډن کې د کليساګانو د اړيکو مسؤول ياکوب وينر ويلي، چې عيسایان کولی شي، د حضرت محمد ﷺ په نبوت اقرار وکړي.
نوموړي مسيحي عالم په خپل نوي کتاب «بل ته ځای پرېښودل» کې ليکلي، چې مسيحيان کولی شي، د حضرت محمد «ﷺ» په نبوت اقرار وکړي او لامل يې هم دا ښوولی، چې د اسلام ستر پيغمبر د يوه رب له وحدانيت څخه دفاع کوي.
ياکوب وينر ويلي، چې د انجيل له معلوماتو هم ښکاري، چې له عيسی عليه السلام څخه وروسته به بل نبي راځي.
هغه زياته کړې: «دا سمه ده، چې ډېری عيسایان په اوس وخت کې د اسلام پيغمبر نه خوښوي او لامل يې هم دا دی، چې دوی داسې فکر اخيستی، چې مسلمانان افراطيان او د تاوتريخوالي پلويان دي.»
ياکوب وينر خپل کتاب د يوټيوب ويډيويي کانال له لارې معرفي کړی او اوسمهال د سويډن په بازارونو کې هم موندل کيږي.
نوموړي د خپل کتاب د ليکولو لامل دا ښوولی، چې دی غواړي، د مسيحيانو د هغو پوښتنو ځواب ووايي، چې خپل اصلي ثقافت څنګه وپېژني او څنګه کولی شي، د نورو اديانو له پلويانو سره ګډه ژوند وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

یعقوب وینر له دی حقایقو ویلو مننه او ستاینه یی کوو چه د یو عیسایی په حیثیت د اسلام د ستر پیغمبر په حقانیت خوله سپړی او وایی چه انجیل کی د راتلونکی پیغمبر یادونه شوی او بله دا خبره کوی چه انحضرت ص هم په یو واحد خدای باور درلود. او د ده د کتاب نوم هم ښکلی چه خپل ځای نورو ته پریشودل، دا چه عیسویان یی ولی نه منی دلیل یی دا چه دوی مسلمانان افراطیان ګڼی. د یعقوب وینر د حقایقو ویلو له منلو او ستایلو وروسته به یی څلور جملو ارزونه کوو: لمړی: د حضرت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx