افغانستان

دولتي عسکرو په تخار کې یو ملکي کس په ډزو«شهید» کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۰ل): د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په مخامخ ډزو کې یو ملکي کس «شهید» شوی دی.

دا پېښه پرون د یکشنبې په ورځ ماسپښین د دشت قلعه ولسوالۍ په «شهر کهنه» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیمې خلک شکایت کوي، چې دولتي عسکر یې وخت ناوخته په کورونو توپونو او هاوانونه توغوي، چې له امله یې ددوی ژوند سخت تریخ شوی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي خلکو په نښه کولو پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

وړمه ورځ ماښام هم دولتي عسکرو د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د قطیب الله په نوم یو ملکي کس چې رکشه یې چلوله، په ډزو سره «شهید» کړی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، په تیرو ۳ اونیو کې د دولتي عسکرو په هوايي، توپچي او ځمکنیو بریدونو او چاپو کې ۶۵ ملکیان شهیدان شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx