افغانستان

لوګر: پر ولسي بازار د دولتي عسکرو په توپچي برید ۸ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۰ل): د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې دولتي عسکرو یو ولسي بازار په توپونو ویشتلی، چې له امله یې ۸ تنه ولسي وګړي شهیدان او  ټپیان شوي دي.

د سیمې خلک وايي، دولتي عسکرو پرون ماسپښین د څرخ ولسوالۍ په «سنګک» بازار ډیسي توپونه ویشتلي، چې له امله یې یو دوکاندار «شهید» شوی او ۷ تنه نور ټپيان دي.

د ځايي خلکو په خبره ددې ترڅنګ دوکاندارنو ته پراخ مالي زیانونه هم اووښتي دي.

دا په یوه ورځ دویم ځل دی چې دولتي عسکر ولسي بازارونه تر بریدونو لاندې نیسي، تیره ورځ د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ مکتب بازار کې د کمپاین په نوم ځانګړو دولتي عسکرو د خلکو ګڼ دوکانونه له لوټلو وروسته ویجاړ او څلور تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وايي، په تیرو ۳ اونیو کې د دولتي عسکرو په هوايي، توپچي او ځمکنیو بریدونو او چاپو کې ۶۵ ملکیان شهیدان شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx