افغانستان

طالبانو د څرخ ولسوالۍ مرکز نیولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ مقام او د امنیه قومندانۍ په شمول ټول دولتي تأسیسات یې وروسته له هغه نیولي، چې دولتي عسکر ورڅخه «تښتېدلي» دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، دولتي عسکرو د «تېښتې» پرمهال د سنګک بازار په توپونو ویشتلی چې له امله یې دوه ملکیان«شهیدان» او ۶ نور ټپيان کړي دي.

د لوګر امنیه قومنداني بیا د څرخ ولسوالۍ د سقوط خبره نه مني؛ خو ادعا کوي چې د ولسوالۍ مرکز یې د خلکو په غوښتنه له اصلي ځای څخه ددې ولسوالۍ ډبر سیمې ته لیږدولی دی.

د امنیه قومندانۍ لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ولسوالۍ د مرکز د انتقال پرمهال د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه شوې، چې په خبره یې یو شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

بل پلو د سیمې خلک او طالبان بیا وايي، چې دولتي عسکرو تیره ورځ د ولسوالۍ د مرکز څخه د وتلو پرمهال د سنګک بازار په توپونو ویشتلی او ۸ ملکیانو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

باید وویل شي چې دا مهال په هېواد کې د ګڼ شمېر ولسوالیو مرکزونه د ولایاتو په مرکزونو کې په کرايي کورونو کې فعالې دي او اصلي مرکزونه یې د طالبانو تر کنترول لاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx