شعـــــرونه

د هیلو لمر/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

قربان دې شم زموږ د هیلو لمره ژوندی اوسې
مـلا عبدالغني ملا برادره ژوندی اوسې

ستا ټینګ عزم متین ته زما سلام دی مجاهده
پامیر غوندې ولاړ یې لکه غره ژوندی اوسې

یوسف یې د خوبونو تعبیرونه دې رشتیا کړل
اُمت درباندې ویاړي زړه وره ژوندی اوسې

مظلوم ولس و تاته شپه او ورځ کوي دُعاوې
لاس بری پر کفارو شې رهبره ژوندی اوسې

زموږ ورکه ازادۍ که خدای کول ته به راخپل کړې
قدم دې بختور دی بختوره ژوندی اوسې

غازیان که فدایان دي که افراد که مشران دي
دعاوې درلیږي ټول له سنګره ژوندی اوسې

تپاند زُهاد دې سپارم په لوی رب باندې اتله
شمله دې هسکه اوسه شمله وره ژوندی اوسې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx