شعـــــرونه

که سوله وشوه/ سردار محمد حقيار

سردار محمد حقيار

که سوله وشوله نو تا ښکلوم
ګران مجاهده ستا ښکلا ښکلوم

ته چې له کوره په تېاره کې لاړې
ستا له راتګ سره رڼا ښکلوم

ملت دې ټوله دعاء خوان دی اشنا
وایي ملنګ طالب اشنا ښکلوم

د سنګر ګرد چې دې په سترګو پروت دی
دغه هر ګرد جدا جدا ښکلوم

مزل دې اوږد خو بې ثمره نه و
ستا ثمر داره هره راه ښکلوم

سپېڅلی فکر او جنون درسره
ز دې هم فکر هم وینا ښکلوم

ته چې اتل سولې د صلحې یاره
حقیار دې خود حسن طلا ښکلوم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx