افغانستانسولې اړوند خبرونه

اسماعیل خان: د سولې خبرو د ناکامېدو په صورت کې حکومت د سقوط له ګواښ سره مخ دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۰ل): د هرات پخوانی والي‌ او د جمعیت اسلامي ګوند د رهبري‌ کمېټې غړی «اسماعیل خان» وایي، د سولې خبرې باید بریا ته ورسول شي، او که چېرې داسې ونشي حکومت به د سقوط له ګواښ سره مخ شي.

اسماعیل خان چې په هرات ولایت کې یې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، چې له هرې ممکنې لارې باید د سولې پروسې د بریا لپاره هڅې وشي‌ او له دې پرته افغانستان له خطرناک وضعیت سره مخ کېږي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې که د سولې خبرې ناکامې شي، نو د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط تر څنګ د بشپړ حکومت د نسکورېدو ویره شته او ښایي یو ناوړه امنیتي‌ حالت رامنځته شي.

اسماعیل خان د سولې پروسې د لا پراختیا غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې «مجاهدین» باید له دې پروسې بهر ونه ساتل شي‌ او برخه یې وګرځول شي.

د اسماعیل خان پورتنۍ څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي‌؛ خو د میاشتو په تېرېدو لا هم پکې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.

تازه د امریکا متحده ایالاتو د افغان سولې پروسې د چټکتیا هڅې پیل کړې دي‌، چې په تعقیب یې د کابل مذاکراتي‌‌ ټیم غړي‌ په مذاکراتي‌ پروسه کې د «مهم پرمختګ» خبر ورکوي.

که څه هم تر دې دمه څرګنده نه ده، چې په کومه برخه کې پرمختګ شوی؛‌ خو د کابل مذاکراتي‌ ټیم وایي، له طالبانو سره په یوه مهمه موضوع کې هوکړې ته رسېدلي او ژر به دا پرمختګ اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx