افغانستانسولې اړوند خبرونه

اتمر له هندي‌ چارواکو سره د افغان سولې په اړه غږېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» د یوه لوړپوړي دولتي‌ پلاوي په مشرۍ په درې ورځني سفر هند ته تللی او هلته له ځايي چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو په اړه غږېږي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري‌ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اتمر به په نوي‌ ډهلي کې د هند د بهرنیو چارو وزیر «جي شنکر» او د ملي امنیت د سلاکار «اجیت دول» په ګډون له بېلابېلو چارواکو سره وګوري‌ او د دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې پروسې په اړه به ورسره غږېږي.

دغه سفر داسې مهال دی، چې د امریکا د متحده ایالاتو په وړاندیز او د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو د لوړې کچې د یوې ناستې د جوړېدو لپاره چمتووالی نیول کېږي، چې ښايي د طالبانو او حکومت د استازو تر څنګ د هند په ګډون د سیمې یو شمېر هیوادونه هم پکې برخه ولري.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر «لویډ اسټین» هم تېره ورځ په دهلي کې د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي وو او د نورو مسایلو تر څنګ د افغان سولې په تړاو هم ورسره غږېدلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx