افغانستان

هرات کې د ټولي مشر په ګډون ۶ پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۰ل): د هرات سیمه ییز چارواکي ددې ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو د ټولي مشر په ګډون د ۶ پولیسو د وژلو خبر ورکوي.

دا پېښه تیره ورځ ددې ولسوالۍ په «چهل دختر» سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د سرحدي پولیسو یو هاموې ټانګ د سړک غاړې ماین باندې وختلو.

د هرات والي سید وحید قتالي وايي، په دغه بمي چاودنه کې د سرحدي لوا د پنځم ټولي قومندان ضیاء په ګډون ۶ تنه سرحدي پولیس وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx