ورزش

میسي د برسلونا کلب په تاریخ کې د زیاتو لوبو ریکارډ خپل کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۰ل): د نړۍ مشهور فوټبال ستوري لیونل میسي د هسپانوي کلب برسلونا لپاره په تاریخ کې تر ټولو زیاتې لوبې ترسره کړې.

په هسپانوي لیګ «لالیګا» کې د ریال سوسیداد لوبډلې پر وړاندې میسي د برسلونا لپاره خپله ۷۶۸مه لوبه ترسره کړه چې د پخواني لوبغاړي چاوي هرناندیز د ۷۶۷ لوبو ریکارډ یې مات کړ.

میسي چې ۳۲ کلن دی خپلې کلبي سیالۍ له برسلونا لوبډلې سره پېل کړي او تراوسه په دغه کلب کې لوبیږي، خو ویل کیږي چې نوموړی ممکن راتلونکی سیزن دغه لوبډله پریږدي.

په هسپانوي لیګ کې میسي خپله ۵۱۱مه لوبه ترسره کړه، چې د ریال سوسیداد لوبډلې پر وړاندې یې په زړه پورې دوه ګولونه ووهل او یو یې ګول پاس ورکړ، چې په مرسته یې برسلونا سیال لوبډلې ته په ۶-۱ ماتې ورکړه. هغه پاتې نورې لوبې په چمپینز لیګ او نورو لیګونو کې د برسلونا لپاره ترسره کړي دي.

۳۳ کلن میسي په روان پړاو سیالیو کې تر دې دمه ۲۳ ګولونه وهلي، هغه روان کال په یاد لیګ کې تر ټولو زیات ګول وهونکی لوبغاړی دی.

باید وویل شي چې لیونل میسي د برسلونا کلب بلکې د نړۍ په تاریخ کې د فوټبال تر ټولو غوره لوبغاړی دی او تر ټولو زیاتې (۶) د بالون ډور د سرو زرو جایزې یې ترلاسه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx