افغانستان

د امريکا دفاع وزير: واشنګټن او زموږ ټول متحدين د جګړې ختمول غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو د دفاع وزير لايډ اسټن ويلي، واشنګټن او ټول متحدين يې د افغانستان اوږدمهالې جګړې د تلپاتې حل او سولې لپاره هڅې کوي.

لايډ اسټن تېره ورځ په نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی او دلته يې د کابل حکومت د مشر اشرف غني سربېره د ناټو ځواکونو له قومندانانو سره د افغانستان جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې اترې کړي دي.

لايډ اسټن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د کابل حکومت مشر ورته د روان وضعيت په اړه خپلې اندېښنې ښکاره کړي او دی د نوموړي د اندېښنو اورېدو لپاره کابل ته راغلی دی.

د لايډ اسټن په وينا د روانې جګړې د حل لپاره بايد د جګړې شدت راکم شي او که دا کار وشو، نو بيا له ډيپلوماټيکو لارو د جګړې ختمول اسانه کيږي.

نوموړی په داسې حال کې کابل ته راغلی، چې د امريکا او طالبانو د هوکړې له مخې بايد د راتلونکې مې مياشت تر لومړۍ نېټې ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي.

د امريکا ولسمشر جو بايډن وړمه ورځ له اې بي سي ټلويزون سره د خبرو پر مهال ويلي و، ښايي د مې تر لومړۍ نېټې ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي، خو ډېره ګرانه ښکاري.

طالبانو تر اوسه د جو بايډن وروستيو څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښوولی، تر دې وړاندې يې په خپلو رسمي اعلاميو او څرګندونو کې له ناټو او امريکا غوښتني و، چې د دوحې هوکړې ته درناوی وکړي او پر ټاکلې نېټې خپل ټول پوځيان او قراداديان له افغانستانه وباسي.

د طالبانو د سياسي دفتر پخواني وياند او مرکچي پلاوي غړي سهيل شاهين وړمه ورځ د افغانستان سولې په اړه د مسکو له ناستې وروسته خبرغونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې امريکا بايد خپل پوځيان پر ټاکلې نېټې له افغانستانه وباسي او که د دوحې له تړونه يې سرغړونه وکړه، دوی به هم د عکس العمل ښوولو ته مجبور شي.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، لايډ اسټن له اشرف غني سره د خبرو پر مهال د هغه د تېرو کړنو ستاينه کړې او د همکاري په راتلونکې او تداوم يې څه خبره نه ده کړې.

د يادونې وړ ده، چې د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د هوکړې له مخې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر له ۱۸۰۰۰ څخه ۲۵۰۰ ته راښکته کړی او د دوحې تړون له مخې بايد د مې تر لومړۍ نېټې ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx