نړۍ

د پاکستان محکمې د پرويز مشرف د نيولو امر صادر کړی دی

نن ټکی اسیا: د بلوچستان سترې محکمې امر صادر کړی چې پخوانی ولسمشر (پرویز مشرف) او د هغه لومړی وزیر (شوکت عزیز) دې د بلوڅ ملتپال مشر (نواب اکبر بګټي) د وژنې د تحقيقاتو او پلټنې په بهیر کې دې ونيول شي.

وکيل عدنان کاسي چې د بګټي د مشر ځوي نميانده ګي کوي پرون د جمعې په ورځ وويل: (په کوټه کې د د تحقیقاتو قاضي د مشرف او شوکت عزیز د نیولو امر صادر کړی).

 

نوموړي زیاته کړه: (ملګرو ملتونو ته به يوه پیغام واستول شي چې د دغو دوو تورن شويو کسانو محکمې ته د وړاندې کولو په هلکه لازم او جدی ګامونه پورته کړي).

د بلوڅ ملتپال مشر نواب محمد اکبر بګټي په ۲۰۰۶ م کال د مشرف او عزیز د واکمنۍ پر مهال د پوځي بمبارۍ په ترڅ کې ووژل شو، چې د نوموړي مرګ په هغه وخت کې د ډير سختو لاريونونو لامل وکرځید.

د نوموړي تحریک وسلوالې ډلې د پلوچستان د صوبې د آزادۍ او استقلال، او د ګټو د ډير برخو غوښتونکي ول، ځکه دغه صوبه د ډيرو طبيعي زيرمو څخه برخمنه ده، چې بيا د نوموړي تحريک د مشر وژل کيدل د هیواد په مختلفو برخو کې په کلکه وغندل شو.

په روان کال کې د روالپنډې سترې محکمې د بينظير بهټو د وژنې په تور د پرويز مشرف د نیولو امر صادر کړی وو.

په دې ادعا کې مشرف په دې تورن شوی چې ده د میرمن بینظير بهټو امنيت په سهي لازمه توګه نه وو نیولی، او د روان کال د اګست په میاشت کې همدغې محکمې د مشرف د سرمايې او اکونټونو د بندولو حکم هم کړی وو.

او اوس مشرف په لندن کې خپل ژوند تيروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x