
کابل: د ارګ پر موټر چاودنې نهو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسيا(سې شنبه، د چنګاښ ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې نن سهار اوونيمې بجې پلازمېنه کابل ارزان قيمت سيمه کې د ولسمشرۍ دفتر د مامورينو پر فلاينګ کوچ چاودنې درې تنه وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي دي.
د کابل د پوليسو وياند حمشت الله ستانکزی د پېښې پخلی کوي او وايي، چې د ولسمشرۍ دفتر په فلاينګ کوچ موټر د ريموټ کنټرول په واسطه چاودنه شوې، چې نتيجه کې يې دوه مامورين وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
ښاغلي ستانکزي وويل، چې د وژل شويو او ټپيانو هويت نه دی څرګند شوی، خو په دې اړه پلټنې روانې دي.
د ارزان قيمت سيمې د ۱۲مې حوزې آمر اکرام الدين سريع وايي، چې پېښه کې ولسي وګړيو ته زيان نه دی اوښتی، بلکې ټول وژل شوي او ټپيان د ارګ مامورين دي.