روغتیا

استرازینیکا د اندونیزیایي عالمانو په ځواب کې: واکسین مو د خنزیر غوښې اجزا نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۳۹۹ل): وروسته له دې چې په اندونیزیا کې د کرونا پر ضد د استرازینیکا په واکسینو کې د خنزیر غوښې اجزاوې د شاملېدو خبر ورکړل شوی، او دا د اسلامي شریعت مخالف بلل شوي، دغه شرکت وایي واکسین یې له دا ډول اجزاو څخه پاک دي.

په اندونیزیا کې د دینې عالمانو شورا د جمعې په ورځ په خپله ویبپاڼه کې ویلي وو چې دا واکسین پر مسلمانانو حرام دي، او لامل یې دا ښودلی چې د خنزیر د غوښې څخه تولید شوي اجزا په کې ګډ شوي دي.

په اندونیزیا کې د استرازینیکا شرکت یوه چارواکي ویلي، د تولید په ټولو مرحلو کې دغه واکسین نه دي کارول شوي، او د هغو تولیداتو سره هم هیڅ اړیکه نه لري چې د خنزیر غوښې او نورو څارویو اجزاو څخه جوړ دي. اندونیزیا د یادو واکسینو د کارولو اجازه ورکړې ده.

د جمعې په ورځ اندونیزیایي چارواکو د استرازینیکا واکسینو کارولو سره موافقه وکړه، دوی دغه پریکړه د هغې راپورونو له بیا کتنې وروسته وکړه چې ګواکې یاد واکسین په انسان کې د وینې ټولېدو لامل کیږي.

ددې واکسینو تړاو په اروپایي هېوادونو کې ګڼ شمېر داسې پېښې ثبت شوي چې ګواکې د واکسینو له کبله د انسان بدن کې وینه غوټه کیږي، چې د ټاکلې مودې لپاره د واکسینو پر کارولو بندیز هم لګېدلی و.

اندونیزیا په اسیایي هېوادونو کې یو له هغو څخه و چې د کرونا له کبله یې سخت مالي او ځاني زیان ترلاسه کړ، په دغه هېواد کې یو نیم ملیون خلک د دغه ویروس ښکار شوي او نږدې ۴۰ زره کسان مړه شوي دي، خو ددې سربېره په اندونیزیا کې د واکسینو تطبیق هم په چټکۍ پرمخ روان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx