نړۍ

فرانسه کې په اسلامي طریقه د چرګ پر حلالولو بندیز لګول کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲ وری، ۱۳۹۹ل): د فرانسې حکومت پر مسلمانانو د بندیزونو په تسلسل کې په اسلامي طریقه د چرګ حلالولو د بندیز پریکړه کړې چې د ۲۰۲۱م کال له جولایي میاشتې به پلي شي.

په فرانسه کې د جوماتونو مشرانو کمیټې د یوې ګډې اعلامیې خپرولو په پایله کې ددغې پریکړې سخت مخالفت کړی، او د فرانسې د خوړو او کرنې وزارت څخه یې د مسلمانانو ترمنځ د منفي اغیز مخنیوي په پار د پریکړې بیرته اخیستلو غوښتنه کړې ده.

ددې سربېره په فرانسه کې د مسلمانانو عمومي ټولنې هم پر یادې پریکړې سخته نیوکه کړې او ددې په غبرګون کې ویلي چې دغه ډول محدودیتونه د دیني لارښود د ازادۍ عمل پر وړاندې خنډ جوړیږي.

په فرانسه کې په رسمي کچه د اسلام او د اسلام پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په شان کې بې ادبي او ګستاخي شوې ده چې پر وړاندې یې مسلمانانو سخت غبرګونونه ښودلي او په اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې یې د فرانسوي توکو په نه کارولو کمپاین پېل کړی چې لا هم دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

ټوله اروپا ، استرالیا او امریکا ټول د نظم نوین جهانی خدای له اوامرو پیروی او غلامی کوی، دا بیا د نظم نوین خوښه چه کوم هیواد ته کوم کورنی چاری یا دندی سپاری ، فرانسه هغه هیواد دی چه د اسلامی فرهنګ په ډیره بی حیایی سره مخالفت کوی دا نه چه فرانسه ډیره پیاوړی ، مګر دا یی دنده ده، کلکه چه یی په ضد نړیوال مسلمانان غبرګون وښیی نو امریکا، استرالیا او د اروپا نور هیوادونه یی د میدیا په مټ ملاتړ کوی. دا لمړی ځل نه دی چه فرانسی د بشریت ضد دا کړنه ترسره کوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx